لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کورمه کې د نښتو په دوام نور 12کسان وژل شوي



اوړمه ورځ د کورمې ضلعې مرستيال کمشنر جاوېد مسید ډیوه ته ویلي وؤ چې د 21م نومبر راهسې تراوسه پورې کورمه کې 125 کسان وژل شوي او 180 پورې ژوبل شوي چې په 30 نه تر 40 پورې ژوبل تنان په بېلابېلو روغتونونو کې داخل دي
اوړمه ورځ د کورمې ضلعې مرستيال کمشنر جاوېد مسید ډیوه ته ویلي وؤ چې د 21م نومبر راهسې تراوسه پورې کورمه کې 125 کسان وژل شوي او 180 پورې ژوبل شوي چې په 30 نه تر 40 پورې ژوبل تنان په بېلابېلو روغتونونو کې داخل دي

د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا ناکراره قبایلي ضلعه کورمه کې د اوربند د تړون تر ناکامېدو وروسته د نښتو لړۍ دوامداره ده اؤ ډان نیوز وایي په تازه نښتو کې نور 12کسان وژل شوي او 18نور ژوبل شوي دي.

پرون هم پاکستاني مطبوعاتو دغه سیمه کې د پینځوو کسانو د وژل کېدو اؤ ګڼو نورو د ژوبل کېدو رپورټونه ورکړي وؤ.

دا جګړې چې تېره اوونۍ پیل شوې وې مطبوعاتي رپورټونه وایي چې په اتوؤ ورځو کې پکې 110کسان وژل شوي اؤ 151نور ژوبل شوي دي.

اوړمه ورځ د کورمې ضلعې مرستيال کمشنر جاوېد مسید ډیوه ته ویلي وؤ چې د 21م نومبر راهسې تراوسه پورې کورمه کې 125 کسان وژل شوي او 180 پورې ژوبل شوي چې په 30 نه تر 40 پورې ژوبل تنان په بېلابېلو روغتونونو کې داخل دي.

ډان نیوز د جمعې په ورځ خپل رپورټ کې ویلي چې وروستی تاوتريخوالی د کوزې اؤ بره کورمې په بیلابیلو سیمو کې د ډزو له امله رامنځته شوی دی.

د دې شخړې پیل تېره اوونۍ هغه مهال وشو چې په کوزې کورمه کې د مسافرو د ګاډو په یوه قافله ډژې وشوې چې پکې تر 45ؤ کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی ؤ.

له دغه برید وروسته د ځایي ادارو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د اوربند تړون وشو، خو د تازه نښتو راپورونه ښيي چې دغه هڅې ناکامې شوې دي.

له دغې پېښې وروسته، د نومبر په 22مه دکوزې کورمې د عليزئ سيمې خلکو په بګن کې اوسېدونکو ځايي خلکو باندې يرغل کړی ؤ او په کې يې 35ؤ پورې کسان وژلي او د 100نه زيات یې ژوبل کړي وو.

د کورمې انتظاميه او ځايي خلک تاييدوي چې په دې پېښو کې د 200پورې دوکانونه په بګن کې سوځول شوي وو او 500نه زيات کورونو ته اورونه وراچول شوي وو.

د سیمې نه د خلکو بې کوره کېدل

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن



د بګن اوسېدونکي وايي د 22نومبر د يرغل وروسته د بګن، اوچت، مندوري او بادشاه کوټ سيمې څخه څه 1000پورې کورنيو ټل، هنګو، کوهاټ او په لږ شمېر کې خلکو پېښور ته کډه کړې ده.

ځايي انتظاميه چارواکي د کډه شوؤ خلکو د شمېر په اړه څه نه دي ويلي خو کوزې کورمې اوسېدونکي وايي خلک د خپلې مرستې سره کډې کړي او خوندي ځايونو ته يې ځانونه رسولي دي.

وروستي پېښې

د راپورونو له مخې، تازه جګړې د جالمې، چادریوال او تالو کنج سیمو ترمنځ شوې دي.

پاکستاني مطبوعات د پولیسو له خولې وایي چې د کوزې اؤ بره کورمې په مختلفو سیمو کې د وقفې وقفې ډزې روانې دي اؤ په جګړه بوختو ډلو د یرغمل شویو کسانو او مړو تبادله هم کړې ده.

د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په بره کورمه کې د جګړې د دویمې اونۍ د پېل کېدو په وړومبۍ ورځ د غوزرګړۍ په سیمه کې د تازه نښتې پر مهال یو کس وژل شوی دی.

دغه راز د غوزرګړۍ، مقبل او کنج علی زئ په سیمو کې هم ډزې روانې وې.

په همدې مهال د فرنټيئر کانسټېبلري (ایف سي) په باسو کیمپ د مارټر برید شوی چې په پایله کې یې دوه د ایف سي عسکر ژوبل شوي دي.

د سولې ناکامې هڅې

د نومبر په 24مه د شپې ناوخته د خېبرپښتونخوا حکومت وياند او د حکومتي جرګې مشري کوونکي بېرسټرمحمد علي سېف ويلي وؤ چې په کورمه کې يې د شيعاګانو او سنيانو مشرانو سره د جرګې کولو نه وروسته اووه ورځنی اوربند کړی دی.

خو د صوبایي حکومت د ویاند لخوا د اوربند له اعلان وروسته مطبوعاتو بیا هم سیمې نه د تازه نښتو رپورټونه ورکړل .

تر هغې وروسته د کورمې ډپټي کمشنر جاوېد الله مسید، قومي مشرانو او د پولیسو چارواکو هڅه وکړه چې د سپينو بیرغونو لاندې په جګړه ځپلو سیمو کې اوربند وکړي. خو په تازه نښتو کې د ډزو له امله دا هڅې هم بې پایلې شوې.

د کورمې ضلعې مرستيال کمشنر جاوېدالله مسيد د شورو، چهارشنبې، په ورځ وي او ای ډيوه ته ویلي وؤ په کورمه کې يې د شیعه او سني مسلمانانو ترمېنځ، يو ځل بيا د جرګې وروسته، د 10و ورځو لپاره اوربند پر ځای کړی دی.

ډان پخپل رپورټ کې وایي چې ورته وخت کې د کوزې کورمې اسسټنټ کمشنر حفیظ الرحمان، سپرنټنډنټ پولیس جهانزیب، او قومي مشرانو په بالیچ خېل، مارګنايي او خارکلي سیمو کې هم د اوربند لپاره هلې ځلې وکړې، خو جګړه لا هم روانه پاتې شوه.

یرغمل شوي کسان او مړي

د اوربند د تړون له مخې، دواړو غاړو ژمنه کړې وه چې خپلې مورچې به خالي کړي او پوځ او نیم پوځي ځواکونه به په دې سیمو کې ځای پر ځای شي وروسته د دې تړون په ترڅ کې د مړو او یرغمل شویو کسانو تبادله هم وشوه.

د پارلمان د پخواني غړي فخر زمان بنګش په منځګړیتوب د ۴ؤ یرغمل کړل شوؤ ښځو او یوه نارینه تبادله شوې ده.

روغتیایي ستونزې

د کورمې د روغتیایي څانګې چارواکو د سیمې روغتونونو کې د درملو د کمښت راپور ورکړی اؤ ویلي یې دي چې د بندو سړکونو له امله د درملو کمښت یو کړکیچن شکل اختیار کړی دی.

د پارلمان غړي حمید حسین خبرداری ورکړی چې که په کورمه کې روانې جګړې و نه درول شي، نو دا تاوتریخوالی به ټول هېواد ته پراخه شي.

کورمه کې د تېرې يوې مودې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي، په لومړو کې ويل شوي د ځمکو په سر نښتې شوي او هغه بيا په فرقه ييزه بڼه بدل شوي دي.

په کورمه کې د تاوتریخوالي دوام او د سولې د هڅو ناکامۍ د سیمې د اوسیدونکو اندېښنې سیوا کړې دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په خیبرپښتونخوا کې ګاڼۍ یا د ګوړې جوړېدل شروع شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG