د امریکې په نیویارک ښار کې یو عدالت صدر منتخب ډانلډ ټرمپ ته د جمعې په ورځ اجازت ورکړو چې د لوڅو فلمونو اداکارې ته د پېسو ورکولو مقدمه د ختمولو خواست وکړي. په دې مقدمه کې ټرمپ ته په ۳۴ مادو سزا اورول شوې ده.
د نومبر د پېنځمې نېټې په صدارتي انتخاب کې د ټرمب د بریا وروسته د نیویارک عدالت هغه ته اجازت ورکړو چې د مقدمې د ختمولو خواست کولی شي.
د نیویارک سټېټ سپریم کورټ جج جسټس هوان مرچن په رسمي ډول د ټرمپ سزا وځنډوله. ټاکل شوې وه چې د اینده نهې، سه شنبې، په ورځ به هغه ته سزا ورکړی کېده.
د مېنهټن د سرکاري وکیل الوېن برېګز دفتر دا هفته غوښتنه کړې وه چې د ۷۸ کلن ټرمپ خلاف قانوني اقدامات دې د هغه د صدارت څلور کلنه دوره د ختمېدو پورې وځنډول شي. هغه به د صدارت د دویمې دورې سوګند د جنورۍ په شلمه نېټه پورته کوي.
د ټرمپ د وکیلانو دا دلیل و چې که چېرې دا مقدمې د ټرمپ په سر ځوړندې نو په حکومت کولو کې به يې هغه غېراییني خنډان راپېدا کېږي.
د برېګز دفتر وویل د ټرمپ د مقدمې د ختمېدو مخالفت به کوي.
د جمعې په ورځ د عدالت جج مرچن ټرمپ ته د ډسمبر تر دویمې نېټې وخت ورکړو چې د هغه په ضد مقدمې د ختمولو دپاره درخواست جمع کړي. سرکاري وکیلانو ته د ډسمبر تر نهمې نېټې پورې د ټرمپ خواست ته د جواب ورکولو وخت ورکړی شو. جج دا واضحه نه کړه چې د ټرمپ په خواست به کله فېصله اوروي.
د نیویارک په عدالت کې د ټرمپ په ضد د مقدمې بنیادي ټکی هغه ۱۳۰۰۰ ډالر دي چې د ټرمپ پخواني وکیل مایکل کوهن د لوڅو فلمونو اداکارې سټورمي ډېنیلز ته د کال ۲۰۱۶ د صدارتي انتخاب د کېمپېن نه مخکې د هغې خاموشه پاتې کېدو دپاره ورکړې وې. د ډېنیلز دعوه ده چې ټرمپ هغې سره لس کاله مخکې جنسي تعلق و خو ټرمپ دا خبره ردوي.
د می په میاشت کې د منصفانو شورا یا جیوري ټرمپ په دې الزام مجرم وټاکلو چې کوهن ته ورکړی شوې پېسې خفیه ساتلو دپاره يې د حساب په کتابونو کې د دروغو نه کار اخیستی و. د امریکې په تاریخ کې دا وړمبی ځل و چې د امریکې یو موجوده یا پخواني صدر ته په مجرمانه الزام سزا واورول شوه.
ټرمپ په مقدمه کې بې ګناهۍ اعتراف کړی و او دعوه يې کوله چې د هغه خلاف مقدمه په سیاسي بنیادونو شروع کړې شوې وه.
Forum