لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کوټې په تاڼه کې په ماشوم د تشدد په الزام د پولیس دوه عسکر د دندې څخه لېرې کړی شول


د بلوچستان د پولیس مشری ډي اي جي اظفر میسر ویلي د پولیس هغه دوه عسکر د دندې څخه لېرې کړل شوي دي چې په سوشل میډیا خپره شوي وډیو کې لېدل کېږي چې یو پولیس عسکر ماشوم د سر د وېښتونه نیولی او بل عسکر داسې ښکاري چې د ماشوم نه څه پوښتنې کوي.

ډي اي جي اظفر ميسر د جمعې په ماښام د دغه ويډيو په حقله خبري کانفرنس وکړ او له رسنيو سره يې په خبرو کي وويل پر ماشوم تشدد کونکي د پوليس دواړه عسکر له دندې ګوښه کړی شوي دي.

ښاغلي میسر وویل په پېښه کې ککړ د پولیس عسکرو په ضد مقدمې درج شوي اوهم په هغه تاڼه کې بنديان کړی شوي دي چيري چي پر ماشوم تشدد شوی و.

ماشوم سره د پولیس د سلوک ‌په اړه میسر وویل " په يو جرم کې تورن کس ته بغير له کوم عدالتي حکم څخه سزا ورکول ناقانونه او ناروا عمل دی، دا ناروا عمل که هر څوک ترسره کوي له هغه سره به د قانون مطابق عمل کيږي او عدالت ته به وړاندي کيږي."

د جمعې په ورځ پر ټولنيزو رسنيو خپره شوي په ماشوم د پولیس د مبینه تشدد وډیو وډیو په ډير کم وخت کې زياته خپره شوه او د ولس عکس العمل وروسته د بلوچستان د پولیس مشر د ملزمانو خلاف اقدامات وکړل.

د اظفر ميسر په خبره دا پېښه اته مياشتې وړاندې رامنځ ته شوې وه او هغه وخت پر ماشوم تور لګول شوی و چې له يو دوکان څخه يې موبايل غلا کړی و. د پولیس مشر وویل په ماشوم دغه تور نه دی ثابت شوی.

ډي ايي جي دا هم وويل چې د ماشوم پر ضد کومه قانوني پرچه هم نه وه درج شوي او بغېر د قانوني لارې چارې د پښتون اباد د پوليسو تهاڼې ته بوتلل شوی و.

په سوشل میډیا د دې خبرې ستاینه شوي چې په ماشوم د تشدد ملزمان پوليس عسکر د قانون منګولو ته وسپارل شوو.


  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG