لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران وايي امریکايي بندیزونو ورته د کرونا وایرس په ضد وېکسین اخیستلو کې مشکلات پېدا کړي


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ هغه حکمنانه څرګنده کړې چې ترمخه یې امریکا د ایران د اېټمي معاهدې نه ووتله
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ هغه حکمنانه څرګنده کړې چې ترمخه یې امریکا د ایران د اېټمي معاهدې نه ووتله

د ایران صدر حسن روحاني ویلي د امریکې د اقتصادي پابندیو له امله ایران دپاره د بهر نه دوایانې، د کرونا وایرس په ضد وېکسین او نور طبي سامان اخیستل ګران شوي دي.

د اېسوسي اټېډپرېس خبري ادارې ترمخه په کال ۲۰۱۸ کې د ایران اېټمي معاهدې نه د امریکې د وتلو وروسته د صدر ډانلډ ټرمپ حکومت د ایران د بېنکونو، تېلو او صنعتو په مدونو پابندۍ بیا پرځای کړي دي.

د ای پي ترمخه امریکا وايي دوایانې او د انساني ضرورت شیان په بندیزونو کې نه دي شامل خو زیاتره بېنکونه او کمپنیانې د واشنګټن د ځوابي اقداماتو د ویرې د ایران سره تجارت نه کول غواړي. د ای پي رپورټ وايي ایران د بېنکونو عالمي نظام سره هم نه دی تړل شوی نو ځکه د پېسو انتقال ګران دی.

د ایران حکومتي خبري ادارې ایرنا ترمخه حسن روحاني وویل د بهرنو ملکونو نه د دوایانو په اخیستلو کې مشکلات ځکه رامنځته کېږي چې د پېسو په انتقال کې څو هفتې وخت لګي.هغه وویل د مشکلاتو باوجود به ایران کوښښ کوي چې د کرونا وایرس په ضد وېکسین واخلي او د زیات خطر سره مخامخ خلکو ته یې ورکړي.

ای پي وايي تیره هفته ایران ویلي وو چې خپل وېکسین په تیاروولو کار کوي او اینده میاشت به په انسانو ازموینې شروع کړي.

ایران چې ۸۰ مېلین ابادي لري اراده لري چې د بهر نه ۲۰ مېلین وېکسین واخلي.

ای پي ترمخه په منځني ختیځ کې ایران د کرونا وایرس په اړه بد ترین صورتحال لري، په هېواد کې د ۵۰۰۰۰ نه زیات کسان د دې وایرس نه مړه شوي دي او په ایران کې د یو مېلین نه زیات کېسونه رپورټ شوي وو.

ای پي وايي ایراني مامورین د کرونا وایرس د مخنیوي دپاره لکه د نورو ملکونو په ډول لاک ډاون ځکه نه پرځای کول غواړي چې د دې له امله به د هېواد د وړاندې نه خراب اقتصادي صورتحال نور هم خراب شي. رپورټ وايي د اقتصادي پابندیو په نتیجه کې د ایران کرنسي تومان غورځېدلی دی او په ملک کې د بنیادي ضرورت شیانو نرخونه ختلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG