شمالي وزيرستان : دپوځي هيلي کاپټرو گوله بارۍ کې ١٠ جنگيالي وژل شوي

سرچينې وائي دپوځي هيلي کاپټرو څخه دميرانشاه شمال لوري ته په خار ورسک نومې سيمه کې دتندلارو ځالې په نخښه شوي

چارواکي وائي دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دشورو په ورځ دپوځي هيلي کاپټرو څخه دتندلارو په شکمنو ځالو شوې گوله بارۍ کې لږ ترلږه ١٠ جنگيالي وژل شوي دي.

سرچينې وائي دپوځي هيلي کاپټرو څخه دميرانشاه شمال لوري ته په خار ورسک نومې سيمه کې دتندلارو ځالې په نخښه شوي چې پکې ١٠ جنگيالي وژل شوي اؤ دهغوي درې ځالې هم تباه شوي دي.

دپاکستان پوځ په ١٥م جون شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد وروستو له هغې په ستره پيمانه پوځي عمليات پيل کړل چې دپاکستاني طالبانو تحريک دکراچۍ په هوائي اډه دشوي هاغه بريد مسؤليت په غاړه واخستو چې پکې نزدې ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.

پوځ دعوه کوي چې په دغو عملياتو کې يې تر دې مهاله ٣٧٦ ترهه گر وژلي ، دهغوي د٦٠ؤ څخه زياتې ځالې يې تباه کړي اؤ ١٩ؤ پوځيانو هم په دغو عملياتو کې خپل ژوند دلاسه ورکړى ، خو دازادو سرچينو څخه په دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې په اړه پخلى نۀ دى شوى.

دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال عاصم باجوه دنهې په ورځ وئيلي وؤ چې دتندروه ډلې حقاني نيټ ورک پشمول به دغو عملياتو کې ټول ترهه گر پرته له کوم فرق څخه په نخښه کولى شي.

جنرال عاصم دافغانستان څخه هم غوښتنه کړې وه چې په دغه هيواد کې دپټ پاکستاني طالبانو دمشر مولانا فضل الله په ضد دې کارروائي وکړي.