پيښور،نښته کې دوه جنگيالي اؤ حمله کې پوليس افسر وژل شوى

ژوبل عسکر دعلاج لپاره دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته رسول شوى.

دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور کې دزيارت په ورځ يوه نښته کې دوه شکمن جنگيالي وژل شوي اؤ په يوه بله پيښه کې دپوليسو يو افسر وژل شوى.

دپوليس سرچينو ترمخه پوليسو اؤ امنيتي ځواکونو حيات اباد سيمه کې په يو کور چاپه ووهله دکوم څخه وروستو چې دغلته موجودو شکمنو ترهه گرو په هغوي ډزې پيل کړې چې پکې دپوليسو يو عسکر ژوبل اؤ دوه شکمن جنگيالي ووژل شول.

ژوبل عسکر دعلاج لپاره دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته رسول شوى.

دسرچينو وينا ده چې په دغه مهال دوه شکمن جنگيالي نيول شوي هم دي اؤ امنيتي ځواکونو دهغوي څخه په دروند مقدار کې وسله هم لاسته راوړې ده.

دپيښې څخه وروستو پوليسو ټوله سيمه پخپله ولقه کې اخستې اؤ دلټونې عمليات يې پيل کړي دي.

دوژل شوؤ ترهه گرو پيژندگلو دفيض الله اؤ ثناء الله په نومونو سره شوې اؤ راپورونه وائي چې هغوي دترهه گرۍ په گڼو پيښو کې ککړ وؤ.

بل لوري ته راپورونه وائي چې دپيښور په يکه توت سيمه کې په موټر سائيکل دسورو نامعلومو وسله والو په ډزو يو اسسټنټ سب انسپکټر وژل شوى.

تيرکال په ١٦م دسمبر پيښور کې په ارمي پبلک سکول دطالبانو حمله کې د١٣٠ؤ څخه دزياتو ماشومانو په گډون د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو ټول پاکستان کې دترهه گرۍ دمخنيوي ديوې تگلارې لاندې قانون نافذونکې ادارې کارروايۍ کوي چې پکې يې دزرگونو شکمنو کسانو دنيولو ادعاوې کړي دي.

دپاکستان پوځ تيرکال دجون په مياشت کې لمړى شمالي وزيرستان اؤ وروستو داکتوبر په مياشت کې خيبرايجنسۍ کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کړي اؤ په دغو عملياتو کې دخواؤشا ٢٥٠٠ؤ ترهه گرو دوژلو دعوه کوي، سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله په ازادانه توگه دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.