د پاکستان اېټمي مزایل "نصر" ازموینې او په سوېلي اېشیا کې د وسلو ځغل

واشنګټن ــــ پاکستاني پوځي چارواکي وایي، د اېټمي مزایل "نصر" کامیابې ازموینې یې کړې دي. د پوځ د مطبوعاتو ادارې ای ایس پي آر پخپل یو تازه بیان کې ویلي، چې د دویمې تجربې مقصد یې د دې مزایل د جنګي صلاحیتونو ازموینه وه.

ای ایس پي آر وړاندې ویلي وو چې د "نصر" توغندي د توغولو اندازه 70 کیلومیټره ده او ډېر رسا ګوزار کوي. پاکستان "نصر" توغندی پخپلو وسلو کې په 2017م کال شامل کړی دی.

هند او پاکستان تر دې دمه له یو بل سره درې غټ جنګونه او یو شمېر وړې جګړې کړي او په وروستیو کښې د دوی د ایټمي وسلو سیالي نوره هم چټکه شوې ده.

دواړه ګاونډي هیوادونه تر 100 زیات ایټمي بمونه لري او د دغو بمونو یو بل باندې د غورځولو لپاره د ځمکې، هوا او د اوبو له لارې ذریعې پیدا کوي.

د سویډن د اېټمي څېړنیز مرکز سپري (SIPRI) د 2018م کال د شمېر تر مخه له هند سره د 130 نه تر 140 پورې، خو له پاکستان سره د 140 نه تر 150 پورې اېټمي بمونه دي.

په وروستیو کې دفاعي څېړونکو او نړیوالو د پاکستان په وړو تکتیکي اېټمي وسلو باندې اندېښنې څرګندې کړې چې دا په اسانه غلطو لاسو ته غورځېدی شي. نړیوال وایي ځکه اندېښنې ښیي چې د پاکستان تر ټولو ستر اېټمي ساینسدان ډاکټر قدیر خان پخپله منلې ده چې اېټمي رازونه یې له نورو هېوادونو سره په پټه شریک کړي دي.

هند تېر کال خپله نوې جنګي تګلاره هم اعلان کړې وه چې ترمخه یې د جنګ په صورت کښې به په پاکستان باندې د ایټمي وسلې برید لومړی هغوی کوي.

ځينې څېړونکي دا پوښتنې راپورته کوي چې ولې پاکستان د اټومي وسلو د لرلو باوجود د روایتي وسلو له جوړولو څخه لاس نه اخلي.

د امریکا د کانګرس پخواني غړي لېري پریسلر وي.او.اې ډیوه ته په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي وو، چې پاکستان تر شمالي کوریا زیات خطرناکه هېواد دی.

"پاکستان ځکه خطرناک دی چې د اټومي وسلو کوم مرکزي نظام نه لري او که پنځه، شپږ جنرالان وغواړي نو اټومي وسله کارولی شي".

لېري پرېسلر د امریکا د پارلمان هاغه نامتو پخوانی غړی دی چې په ۱۹۸۵ کې یې پاکستان ته د امریکا پوځي مرستې د پاکستان د اټومي بم د نه جوړولو سره مشروط کړې وې.

څېړنیزې ادارې وايي د پاکستان پوځ د دغه هېواد د اقتصادي کړکېچ ذمه وار دی ځکه چې تر ټولو زیاتې پيسې د پوځ د پیاوړتیا لپاره کارول کیږي نه د هيواد د پرمختګ لپاره.