د خېبرپښتونخوا په قبایلي ضلع کوز جنوبي وزيرستان کې د يوې کوټې د چت راپريوتو په پېښه کې شپږ کسان مړه او 10نور ژوبل شوي دي.
انتظامیه وايي دا پېښه ماښام د بیرمل تحصیل په رغزی سیمه کې شوې چې د لومړیو مالوماتو له مخې د افسر خان نومي تن کور کې د یوې کوټې چت غورځېدلی دی.
انتظاميې په پېښه کې د مړو ژوبلو تاييد کړی او ويلي یې په مړو او ژوبلو کې زياتره ښځې او ماشومان دي.
د ژغورنې ادارې رېسکيو 1122 ويلي، د پېښې په اطلاع تر لاسه کېدو سمدست موقعې ته رسېدلي او مړه او ژوبل کسان یې د ایستلو وروسته واڼه سیمه کې روغتون ته منتقل کړي دي.
د روغتون چارواکي وايي د شپږ وکسانو مړي او لس ژوبل کسان راوړل شوي چې زیاتره ښځې او ماشومان دي.
د دوی په وینا په مړو شوو کسانو کې درې زنانه او یوه ماشومه شامل دي او پنيځه کسانو د ابتدایي علاج کولو وروسته بیرته واپس لیږل شوي او پینځه په هسپتال کې داخل دي چې حالت یې د خطرې نه بهر دی.
د انتظاميې د مشر ناصر خان دفتر چارواکي وايي د پېښې پلټنې یې پیل کړې او لومړیو مالوماتو له مخې دا یو کچه کور وو، د کورنۍ غړي د روژي ماتي د پاره په یو کوټه کې ناست وو چې ناڅاپه پرې د کوټې چت راپریوتی دی.
ځايي خلک وايي رغزی د ضلعې مرکز واڼه نه نیزدې 20کلومیټره لرې لودیځ ته پرته علاقه ده چې انتهايي وروسته پاتې سیمه ده او خلک یې زیاتره غریبانان دي.
د سیمې نه د صوبايي او قامي اسمبلیو منتخب استازو عجب ګل او زبیر وزیر په ځاني تاوان د خفګان څرګندونې ترڅنګ د زیانمنې کورنۍ سره د مرستو ژمنه کړې ده.