وزیراعظم شهباز شریف د فسادونو اؤ اړي ګړي مخنیوي لپاره هدفي ځواک جوړ کړی 

File Phto

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ملک کې د هر رقم اړي ګړي اؤ فسادونو د مخنیوي لپاره د فسادونو د مخنیوي وفاقي ځواک جوړ کړی دی.

وزیراعظم ویلي دي چې دا هدفي ځواک به په ۲۴م نومبر اسلام اباد کې رامنځته شوي اړي ګړي کې ککړ وسله وال تنان په ګوته کوي تر څو هغوي ته سختې سزاګانې ورکړل شي.

د پاکستان د سرکاري میډیا له مخې وزیراعظم دا فیصله د جمعې په ورځ د اوچتې پاي په هغه غونډه کې کړې ده چې د پاکستان د پوځ سر لښکر جنرال عاصم منیر اؤ نورو لوړ پوړو پوځي اؤ حکومتي چارواکو هم پکې برخه درلوده.

په عین حال کې تحریک انصاف ګوند د اسلام اباد احتجاج کې د خپلو ۱۲فعالونو وژنه تایید کړې اؤ ویلي یې دي چې حکومت په اسلام اباد کې د شوې مرګ ژوبلې اؤ شواهدو د پټولو هڅې کوي.

د پاکستان سرکاري ټي وي وایي وزیراعظم په مشرۍ ترسره شوې غونډه کې پرېکړه شوې چې د فسادونو د مخنیوي لپاره د فاقي هدفي ځواک مشري به د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي کوي.

په دې هدفي ځواک کې به د ملک د قانون وزیر سیینټر اعظم نزیر تارړ،د اقتصادي چارو وزیر احد خان چیمه، د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ اؤ د امنیتي ځواکونو استازي هم شامل وي.

د غونډې په اړه جاري شوې حکومتي اعلامیه کې ویل شوي چې د فسادونو د مخنیوي ځواک به د نړیوال معیار له مخې په مسلکي توانونو ،سامانونو اؤ مهماتو سمبالولی شي.

غونډې ته خپله وینا کې وزیراعظم شهباز شری ویلي چې یو موټی شرخوښي د پرامنه پښتنو استازیتوب نه کوي اؤ په ۲۴ نومبر په اسلام اباد شوې لښکر کشي د خېبر پښتونخوا په ګډون ټولو پاکستانیانو رد کړې ده.

هغه ویلي د حالاتو خرابولو لپاره د خېبر پښتونخوا نه راغلی لښکر په هر څه سمبال ؤ ، د احتجاج په مهال یې هر رقم اړی ګړی کړی اؤ د ملک معیشت ته یې زیان رسولی دی.

وزیراعظم تور لګولی چې د پښتونخوا نه راغلو مظاهره چیانو ګولۍ چلولي، درې د رینجر اؤ یو د پولیس عسکر یې وژلي اؤ د ملک معیشت ته یې د هرې ورځې په سر د ۱۹۰ اربه روپو زیان ور اړولی دی.

د وزیراعظم وینا وه چې تر دې وړاندې هم د شنګهاي د همکاریو د سازمان د غونډې په موقعه دخېبر پښتونخوا څخه په اسلام اباد داسې لښکر ورخېژول شوی ؤ اؤ اوس چې د بیلا روس صدر اسلام اباد کې و نو هم په اسلام اباد لښکر ورخېژول شوی ؤ.

شهباز شری ویلي د پاکستان د تحفظ ،د معاشي اؤ قامي سلامتۍ لپاره به ټولو ته په ګډه د داسې ناوړه هڅو مخه نیول وي چې د ملک امن اؤ اقتصاد ته زیان رسوي.

بل لوري ته د پاکستان تحریک انصاف ګوند مرکزي ویاند وقاص اکرم شیخ د اسلام اباد په احتجاج کې دخپل ګوند د ۱۲ فعالانو وژنه تصدیق کړې ده.

د جمعې په ورځ د اپوزیشن لیډر عمر ایوب خان سره په ګډه یو مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې د پي ټي آي ویاند ویلي چې د اسلام اباد په احتجاج کې د هغوي د ګوند زیات کسان وژل شوي خو في الحال د ۱۲ کسانو مړینه تصدیقوي.

تر دې وړاندې د تحریک انصاف بیلابیلو مرکزي مشرانو دعوې کړې وې چې د ۲۴م نومبر نه پیل شوي د اسلام اباد احتجاج کې د امنیتي ځواکونو په ډزو د دوي په سوونو فعالان وژل شوي دي.

حکومتي وزیرانو د تحریک انصاف دا دعوې دروغ بللې دي اؤ ویلي یې دي چې د اسلام اباد احتجاج کې هیڅوک د امنیتي ځواکونو په ډزو کې نه دي وژل شوي.

خو د خېبر پښتونخوا په مردان اؤ ځېنو نورو سیمو کې بیا تېره ورځ د څو هغو کسانو جنازې شوي چې دعوه کیږي د اسلام اباد په احتجاج کې د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوي وؤ.

د تحریک انصاف ګوند ویاند وقاص اکرم شیخ ویلي چې د پاکستان د احتجاجونو په تاریخ کې داسې رقم رویه نه وه لیدل شوې اؤ دا مهال د قام هر بجی درد اؤ تکلیف محسوسوي.

هغه ویلي په اسلام اباد کې په پرامنه مظاهره چیانو ډزې اؤ تشدد شوی اؤ اوس حکومت مړي اؤ شواهد پټوي.

نوموړي ویلي کوم خلک چې د مړینو کره شمېرې معلومول غواړي حکومت یې زندان ته اچوي اؤ دا چې اوس هم زموږ د ګوند ډیر کسان لادرکه دي.

په اسلام اباد کې د پمز اؤ پولي کلینک روغتونونو چارواکو ډیوه ته ویلي دغو دواړو هسپتالونو ته د 9 کسانو مړي اؤ 96 زخمیان ور وړل شوي چې په دغو زخمیانو کې 44 د پولیسو اؤ رینجرز عسکر اؤ 57 مظاهرین شامل دي.

په ۲۴م نومبر په اسلام اباد کې د تحریک انصاف احتجاج ته د زرګونو په شمیر کې پښتانه د خېبر پښتونخوا د بیلابیلو برخو نه ورغلي وؤ اؤ غوښتنه یې کوله چې د هغوي د ګوند مشر عمران خان دې له بنده ازاد کړل شي.

د نهې اؤ چهارشنبې په منځ شپه کې پاکستان تحریک انصاف ګوند په سوشل میډیا خپور کړي خپل یو بیان کې تور لګولی چې سرکاري مشینرۍ د هغوي د ګوند په سوونو فعالانو باندې نیغ په نیغه ګولۍ ورولي اؤ وژلي یې دي.