افغان حکومت : عملياتو کې ٣٨ جنگيالي وژل شوي

دافغانستان دکورنو چارو وزارت دنهې په ورځ يو بيان کې وئيلي دي چې دتير يو شواروز په مهال دافغانستان بيلا بيلو سيمو کې ترسره شوؤ عملياتو کې ٣٨ جنگيالي وژل شوي دي.
دکورنو چارو وزارت په يو بيان کې وئيلي دي چې دنيټو په مشرۍ ائتلافي ځواکونو اؤ افغان پوځ په تير يو شواروز کې گڼو ولايتونو کې کارروايۍ ترسره کړي ، چې پکې ٣٨ وسله وال طالبان وژل شوي،١٠ ژوبل شوي اؤ ١٨ نور نيول شوي دي.
بيان کې زياته شوې ده چې امنيتي ځواکونو ددغو عملياتو په مهال وسله هم لاسته راوړې ده.
دکورنو چارو وزارت پخپل دغه بيان کې دعملياتو په مهال امنيتي ځواکونو ته داوښتې مرگ ژوبلې په اړه څه نۀ دي وئيلي.
ددغه حکومتي ادعا په اړه طالب جنگيالو تر دې مهاله خپل ردعمل نۀ دى څرگند کړى.
اوس اوس په افغانستان کې دملگرو ملتونو مرستيال مشن ( يوناما) وئيلي ؤ چې دجنورۍ څخه سږکال دجون تر مياشتې دترهه گرۍ اؤ تشدد پيښو کې ٢٥٠٠ اولسي وگړي وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.