چيک هيگل : افغان ځواکونو ته دامنيتي چارې سپارل دافغانستان پريښودو په معنا نۀ دي

دامريکا ددفاع وزير چيک هيگل وائي دامريکا له لوري دافغانستان دامنيتي چارو واک ددغه هيوادخپلو ځواکونو ته سپارل په دې معني نۀ دي چې گنې امريکا افغانستان پريږدي.
په بروکسل کې دنيټو ددفاع دوزيرانو ددوه ورځنۍ غونډې په پايې کې يو خبري کانفرنس ته پخپله وينا کې چيک هيگل وويل امريکا اؤ دهغې ائتلافيانو دافغانستان دروښانه سباؤن دپاره ډيرې قربانۍ ورکړي اؤ اوس هم پخپله دې ژمنه ولاړ دي چې په راتلونکي کې به هم افغانستان سره خپلې داوږدې مودې همکارۍ ته دوام ورکړي.
ددفاع وزير وويل هم ددغه غرض دپاره دامريکا صدر افغانستان سره داوږدمهاله همکارۍ تړون لاس ليک کړى اؤ ددغه تړون په اساس به راتلونکي کې امريکا دافغانستان دځواکونوتربيت کوي ، هغوي ته به وسلې ورکوي اؤ مالې مرسته به ورسره کوي.
چيک هيگل زياته کړه دنيټو ددفاع دوزيرانو په غونډه کې دافغاني پوځونو دتربيت په اړه دتيارو کړل شوؤ پلانونو منظوري ورکړل شوې اؤ چارواکي به په راتلونکو څو مياشتو کې افغانستان کې دخپل نوي ماموريت په اړه پلانونه تيار کړي.
هغه وويل په دغه غونډه کې دافغانستان دننه په شوؤ پرمختگونو تفصيلي خبرې شوي اؤ دغونډې برخه وال په دې قانع شوي دي چې اوس دافغانستان خپل پوځيان کولى شي ، چې ددغه هيواد دامنيت ساتلو اؤ عملياتو چارې پخپلو لاسونو کې واخلي.
هغه ددغه مطبوعاتي کانفرنس په مهال په ډاگه نۀ کړه چې د2014 وروستو به په افغانستان کې څومره امريکائي عسکر پاتې کيږي ، خو وې وئيل امريکائي چارواکي په دغه اړه خپلو کې په مشورو بوخت دي.
افغانستان کې دراتلونکو انتخاباتو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې دامريکا ددفاع وزير وويل دافغانستان دښه مستقبل دپاره په دغه هيواد کې صفا سوتره ټولټاکنې ډير زيات ارزښت لري اؤ افغان اولس ته دا حق حاصل دى چې دخپلو رايو په ذريعه خپل مشران وټاکي.