د کوټې د اتم اګست پېښې اتم تلین: د وژل شویو وکیلانو کورنۍ وایي تر اوسه انصاف ورسره نه دی شوی
Your browser doesn’t support HTML5
د بلوچستان په مرکز کوټه کې اته کاله مخکې په یوه خونړۍ بمي حمله کې د وژل شویو لسګونو وکیلانو کورنۍ وایي، د پېښې په اړه د عدالت د تفصیلي رپوټ باوجود ورسره تر اوسه پورې انصاف نه دی شوی. وکیلانو نن د صوبې له عدالتونو بایکاټ کړی او عوامي نېشنل ګوند یې په یاد غونډې کړې. تفصیل د نعمت الله سرحدي په رپوټ کې: