امدادي کارکوونکي وايي په غزه کې ۳۰ کسان وژل شوي دي

د نومبر د ۲۳ نېټې په دې تصویر کې په النصیرت کېمپ کې د جګړې منظر لیدل کېږي

اسرایلي ځواکونو تېره شپه په غزه کې تازه بمباري کړې او د طبي امداد کارکوونکو د جمعې په ورځ وویل په بمبارۍ کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي چې زیاتره په النصیرت کېمپ کې دي.

امدادي کارکوونکو وویل اسرایلي ځواکونو په سیمه کې د چاپې وروسته خپل ټېنکونه په شا کړي دي.
د طبي امداد کارکوونکو وویل د ۱۹ فلسطینیانو مړي يې د النصیرت د شمالې برخې نه راوېستلي دي. النصیرت په غزه کې د کډوالو د اتوو څخه یو کېمپ دي.

د بېړني خدماتو فلسطیني ادارې وویل ځېنې اسرایلي ټېنکونه په سیمه کې وویل چې له امله يې کارکوونکي په کورونو کې ګېر شویو خلکو ته نشي رسېدلی.

په غزه کې تېره شپه د ۳۰ څخه نورې وژنې د امدادي کارکوونکو په وېنا د غزه په شمالي او جنوبي برخو کې شوې دي.

د اسرایل پوځ د جمعې په ورځ په دې اړه څه و نه وېل خو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ يې وویل په غزه کې د عملیاتو په لړ کې د ترهګرو په هدفونو حملې دوام لري.

په عېن حال کې اسرایل ۳۰ هغه فلسطینیان ازاد کړل چې په تېرو څو میاشتو کې يې نیولي وو. د طبي امداد کارکوونکو وویل ازاد شوي کسان د طبي معاینې دپاره د غزه په جنوبي برخه کې یو هسپتال ته ولېږل شوو. د اسرایل د قېد نه ازاد شوي فلسطینیان اکثر وايي په بند کې پې تشدد کېږي خو اسرایل دا خبره ردوي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

په تېرو څو میاشتو کې په غزه کې د ډز بندۍ دپاره کوښښونو نه ناکامه شوې دي.

د اسرایل په شمالي سرحد لبنان کې د اسرایل او د ایران حمایت یافته ډلې حزب الله ترمنځ ډز بندي د شورو، چهارشنبې، په ورځ شروع شوه خو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ دواړو په یو بل د ډز بندۍ د خلاف ورزۍ الزامات ولګول.

په غزه کې د اسرایل د ۱۳ میاشتو د جنګ هدف د حماس وسله وال ختمول دي. د غزه د صحت چارواکي وايي په سیمه کې د جنګ دلاسه قریباً ۴۴۲۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي او په دې مهال د غزه ټوله ابادي لږ تر لږه یو ځل د یو ځای نه بل ځای ته حرکت کړی دی. د غزه پراخه کچه علاقو کې ودانۍ وېجاړې کړی شوي دي.

اسرایل د حماس خلاف جنګ د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې په جواب کې شروع کړو. د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او د تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال ونیول چې ځینې اوس هم د حماس په ولکه کې دي.

په غزه کې د جنګ بندۍ دپاره په تېرو څو میاشتو کې شوي کوښښونه ناکامه شوي دي. د امن په کوښښونو کې امریکا، مصر او قطر شامل و خو قطر د منځګړتوب کوښښ وځنډول او ویې وېل پکار ده چې دواړ فريقېن، اسرایل او حماس، یو بل ته رعایتونه ورکولو ته تیار شي.