چارواکي وايي د شورو اؤ زيارت په مينځ شپه دپاکستان دخيبر پښتنونخوا صوبې دسرښار پيښور په کليواله سيمه متنو کې دامنيتي ځواکونو په يو کاروان د حکومت مخالفه ياغي وسله والو په بريد کې لږ ترلږه شپږ عسکر وژل شوي اؤ يو شمير نور ژوبل شوي دي.
بلخوا دپيښور په متنو سيمه کې په امنيتي ځواکونو دترسره شوې دغه حملې ذمه واري دپاکستاني طالبانو تحريک په غاړه اخستې ده.
امنيتي سرچينو وائس اف امريکه ډيوه راډيو ته وئيلي دغه بريد د نيمي قبائيلي سيمې دره ادم خيل سره پيوست دمتنو په سره خاوره سيمه کې دامنيتي ځواکونو په کاروان شوى دى.
دسرچينو په وينا د بريد په مهال وسله والو جنگيالو دامنيتي ځواکونو په کاروان د وړو وسلو ترڅنگ راکټونه هم داغلي دي چې له امله يې شپږ پوځيان مړۀ شوي .
سرچينې وايي په دغه پيښه کې مړۀ اؤ ژوبل عسکر دپيښور پوځي روغتون ته رسؤل شوي دي.
دمتنو دتاڼې دپوليسو مشر بهرام خان ددغه پيښې په اړه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې امنيتي ځواکونو په سيمه کې دمعمول مطابق گزمه کوله چې په دغه مهال پرې ترهه گرو په درنو وسلو سره بريد وکړو.
هغه وئيلي دي چې په دغه بريد کې دپوځ پينځه عسکر وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي ، خو ازادې سرچينې دوژل شوؤ عسکرو شميره شپږ ښائي.
هغه ادعا کړې چې دامنيتي ځواکونو په ځوابي کارروايۍ کې هم څلور تندلاري وژل شوي دي.
ميډيا سره دکوم نامعلوم مقام څخه خبرو کې دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند احسان الله احسان وئيلي دي چې په امنيتي ځواکونو دغه حمله په 29 مئ امريکائي ډرون حمله کې دهغوي دمشر ولي الرحمان دوژنې دانتقام په توگه شوې ده.
احسان ادعا وکړه چې په ډرون بريدونو کې 80 فيصده استخباراتي اؤ ځمکني معلومات پاکستاني چارواکي ورکوي اؤ هم له دې امله به هغوي په امنيتي ځواکونو حملې جاري ساتي.
حکومت سره دخبرو اترو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې احسان الله احسان وويل دهغوي تنظيم اوس هم دنوي منتخب شوي حکومت دريځ معلوموي.
خو طالب وياند خيبرپښتونخوا کې ترسره شوؤ هاغو دوؤ حملو کې دککړتيا څخه انکار وکړو چې پکې دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ دوه غړي عمران مهمند اؤ فريد خان وژل شوي وؤ.