يو کال مخکې شروع شوي د اسرایل او د حماس په جنګ کې ۱۲۸ خبریالان وژل شوي دي

د مارج د ۳۱ نېټې په دې تصویر کې خبریالان لیدل کېږي چې د بمبارۍ وروسته به غزه کې د یوې ودانۍ کتنه کوي

د صحافیانو د تحفظ دپاره کارکونکي نړیوالې ادارې کمېټي ټو پروټېکټ جرنلېسټس، سي پي جی، د شمېرو ترمخه د اسرایل او د حماس د یو کال په جنګ کې لږ تر لږه ۱۲۸ خبریالان وژل شوي دي.

سي پي جی وايي په یوجنګ کې د خبریالانو د وژل کېدو دا تر رېکارډ حده زیاته شمېره ده چې د تېر کال د اکتوبر د اوومې نېټې راهسې دوام لرونکي په دې شخړه کې صحافیانو دپاره د خطراتو عکاسي کوي.

خبریالان په غزه کې د بل هر ځای نه زیات د تشدد سره مخامخ شوي دي. د وژل شویو ۱۲۳ څخه ۹۵ فیصد خبریالان فلسطینیان دي.

د سي پي جی مشرې جوډي ګېنزبرګ په نیویارک کې وي او ای ته وویل په غزه د جنګ د اثراتو په اړه د خبرونو ورکولو د ټولو نه زیاته ذمه واري د فلسطيني خبریالانو په اوږو پرته ده.

ګېنربرګ وویل د خبریالانو د وژل کېدو زیاتې شرحې دا تشویش هم راپارولی دی چې اسرایلي پوځ میډیا قصداً په نخښه کوي.

سي پي جی وايي دوه اسرایلي او درې لبناني خبریالان هم وژل شوي دي.

اسرایلي خبریالان په هغه ۱۲۰۰ کسانو کې شامل دي چې په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس په حمله کې وژل شوي. حماس تر ۲۵۰ پورې نور کسان یرغمال نیولي وو.

د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی چې د غزه د صحت وزارت وايي ۴۱۶۰۰ فلسطینیان په کې وژل شوي دي. اسرایلي پوځ وايي په غزه کې په وژل شویو کسانو کې په زرګونو وسله وال هم شامل دي.

د خبریالانو د تحفظ په اړه وي او ای د اسرایل د خارجه وزارت سره رابطه وکړه خو وزارت د اسرایل ډېفېنس فورسز یا ايي ډي اېف سره د رابطې مشوره ورکړه. ايي ډي اېف د وي او ای ايمېل ته جواب لا نه د ی وېلی.

د مطبوعاتو ماهرین وايي د اسرایل او د حماس د جنګ خبرونه ورکوونکو صحافیانو تحفظ ته خطرات د خبریالانو دپاره د تشویش لوی سبب دی او د خپلې بقا ترڅنګ په غزه کې خبریالان دا ذمه واري هم په غاړه لري چې په نړیواله کچه کتونکو او لوستونکو ته په سیمه کې د واقعات تفصیلات هم وړاندې کړي.

په تېرو وختونو کې به حماس په غزه کې د خبرونو په سر خبرلان ویرول خو اسرایل سره يې د جنګ شروع کېدو راهسې سي پي جي خبریالانو ته د حماس د دړکو رپورټونه نه دي ترلاسه کړي. امریکې حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.