دتيراه چاؤدنه کې پوځي افسر وژل شوى

دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه کې دلټونې دعملياتو په مهال دليفټننټ کرنل دعهدې دپاکستاني پوځ يو افسر سجاد مشتاق دلټونې دعملياتو په مهال شوې چاؤدنه کې وژل شوى دى.
دپاکستاني پوځ مطبوعاتي څانگې ائي ايس پي ار پخپل يو بيان کې وئيلي دي چې ليفټننټ کرنل سجاد مشتاق دتيراه دميدان په گل بائي سيمه کې ديوې کارروايۍ مشري کوله چې په دغه مهال په يو کور چاؤدنه وشوه ، چې پکې هغه په موقع ووژل شو.
دغه پوځي افسر هاغه مهال چاؤدنه کې ووژل شو کله چې دلټونې ديوې کارروايۍ په مهال دهغه پښه په يو بم دپاسه راغله.س
وروستو دليفټننټ کرنل مشتاق مړى دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور ته وروړل شو دزيارت په ورځ دهغه دجنازې ادا کولو لپاره ددغه پوځي افسر مړى لاهور ته وړل کيږي.
بلخوا دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان دازادو سرچينو په حواله خپل يو راپور کې وئيلي دي چې په دوا توئي سيمه کې د23ؤ تندلارو مړي موندل شوي ، خو دا نۀ ده په ډاگه شوې چې دغه جنگيالي کله وژل شوي دي.
په 9جون پوځ ددريوؤ ورځو په کارروايۍ کې د35ؤ تندلارو دوژنې ادعا کړې وه.
ائي ايس پي ار وائي چې امنيتي ځواکونو دتندلارو څخه پنځوس فيصده سيمه پاکه کړې ده.