د امریکې د خزانې وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ فلسطیني مسلح ډلې حماس سره د مالي امداد په سر په دریو تنانو او يوې امدادي ادارې د پابندیو اعلان وکړو.
د امریکې د خزانې وزارت په یو بیان کې په غزه کې په النتاج بېنک هم د بندیزونو اعلان وکړو چې د وزارت ترمخه، د حماس د واک اختیار لاندې و.
امریکايي بندیزونه په غزه کې د اسرایل او د حماس د جنګ یو کال د پوره کېدو په موقع اعلان شول.
د خزانې وزارت وویل یوې جعلي امدادي ادارې حماس ته پېسې رسوولې.
د امریکې د خزانې وزارت په ترکي کې مېشته د یمن په هغه تن او د هغه په نهو کاروبارونو هم پابندۍ ولګولې چې د ډېر وخت راهسې د حماس ملاتړ کوي.
د امریکې د خزانې وزیرې جېنېټ یلن په یو بیان کې وویل په داسې حال کې چې په اسرایل د حماس د بې رحمه ترهګر حملې کال پوره کېږي، امریکا به د حماس او د ایران د نورو پراکسیانو خلاف اقداماتو ته دوام ورکوي چې د پرتشدد ګامونو دپاره پېسې پېدا نه کړی شي.
د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور کسان حماس یرغمال نیولي وو.
د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړو. د غزه د صحت وزارت وايي جنګ دلاسه په سیمه کې قریباً ۴۲۰۰۰ کسان وژل شوي دي.
د امریکې د خزانې وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل حماس په غزه کې د ولس د مشکلاتو نه ناجایزه ګټه پورته کړې او د جعلي امدادي ادارو په زریعه يې په غزه کې خلکو د مرستې په نوم پېسې راټولې کړي دي.
د وزارت ترمخه، د سږ کال په د اولنیو ورځو پورې حماس هره میاشت په ممکنه توګه ۱۰ مېلین ډالر په چندو کې ترلاسه کړي دي. وزارت زیاته کړه چې حماس يورپ د مالي امداد لویه زریعه ګڼي.
د ګل، دوشنبې، په ورځ په اټلي کې مېشته د حماس په یو غړي هم بندیزو ولګول شوو. په هغه الزام دی چې د چېرېټي اېسوسي اېشن اف سولېډېريټي وېد پېلېسټینین پيپل یا د فلسطيني ولس سره د یو والې امدادي ادارې په نوم جعلي تنظیم يې جوړ کړی و چې د حماس د عسکري څانګې مالي امداد يې کولو.
په جرمني او اسټریا کې هم د حماس نمایندګان د امریکايي بندیزونو هدف کړی شول.
امریکې، برطانيي، یورپین یونین او ځینو نورو ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.