د بشري حقونو د څار سازمان د طالبانو دې ګام ته سخت غبرګون ښودلی او پخپل ټويټر یې لیکلي چې دا یوه شرمناکه فیصله ده چې په افغانستان کې د ښځو او جېنکو د تعلیم حق پاماله کوي
دغېر دولتي ادارې فېر فنانس پاکستان چې د موسمي بدلون د مخنيوي لپاره کار کوي مطبوعات د يادې ادارې د شمېرو په اساس ليکي چې هر کال په پاکستان کې د هوا د ککړتیا او اړوندو ناروغیو له امله لږ تر لږه 128,000 تنان ژوند د لاسه ورکوي
په پېښور کې مېشت د ماشومانو متخصص ډاکټر امين ګنده پور وي او ای ډيوه ته وايي د طبي سهولتونو د کمښت او د ماشوم د پېدايش په وخت د ډاکټرانو او اړونده عملې لخوا د صفايې خيال نه ستالې کېدو له وجې د ماشومانو د مړيني شرحه سېوا ده
په افغانستان کې د عامې روغتيا د وزارت ترجمان شرافت زمان امرخېل ميډيا ته په يو لېږلي بيان کې ويلي چې پاکستان به د افغان ډاکټرانو د طب په مختلفو برخو کې صلاحيت سېوا کولو کې همکاري هم کوي
د بخښنې نړيوال سازمان ويلي چې د بشري حقونو مبارز ادريس خټک د لا درکه کېدو او د پاکستان پوځي عدالت لخوا جاسوسۍ په تور کې د سزا کېدو درې کاله په داسې حال کې پوره شول چې تر اوسه د نوموړي کورنۍ او وکیلانو د هغه د قضیې د وضعیت په اړه معلومات نه دي ترلاسه کړي او ادریس خټک په زندان کې پروت دی.
د صحت صوبايي محکمې د شمېرو ترمخه د پاکستان په 45 ضعلو کې یو کروړ او 78 لکه ماشومان د خېټې د چينجو او د دې نه لګېدونکو ناروغو د خطر سره مخامخ دي
د افغانستان په هکله د مسکو فارمېټ غونډه تېر کال د اکتوبر په 20 مه ترسره شوې وه او د افغانستان د سرپرست حکومت د مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ پکې د طالبانو پلاوي ګډون کړی و
د بشري حقونو فعالان او د اقتصادي چارو پوهان وايي په هېواد کې د جينکو په تعليم دبندېز له امله د افغانستان ټولنیز او اقتصادي نظام د زيان سره مخ دی او که چرې د جينکو لپاره ښوونځي په جدي توګه خلاص نه کړی شول نو د جينکو په ژوند او په ټولنه به نور هم خراب اثر پرېباسي
په افغانستان کې د ازادو ژورنالستانو داتحاديې مشر حجت الله مجددي وي او ای ډيوه ته وايي " خواوشا 120 خبريالان وژل شوي وو او تر 1100 پورې نورې د تاوتريخوالي پېښې د خبريالانو پر مخ ثبت شوې وې، خو داسې 35 پېښو کې ککړ تنان د نقدي جرمانې ترڅنګ کلونو پورې محکم شوي وو"
ای پي وايي د ايي سي سي ججانو په ۲۰۲۰ کې د کریم خان د پېش رو فاتو بنسودا په وخت کې په افغانستان کې د افغان حکومتي عسکرو، طالبانو، امریکايي ځواکونو او د امریکې په شمولو د نورو خارجي استخباراتي ادرو د لاسه د مبینه جرمونو د تحقیقاتو اجازت ورکړی و
نور کتل