خو بل لور ته کار پوهان وايي په خېبر پښتونخوا کې د غېر دولتي ادارو يا اين جي اوز لپاره د حکومت لخوا جوړې کړل شوې تګلارې له وجې د خېر ښېګړې ادارې د يو څه مشکل سره مخ کېدی شي او په اسانه به خپل فعالیتونه ترسره نه کړي.
په افغانستان کې مېشت داقتصادي چارو پوهان وايي د هېواد دکنګل شويو پېسو ازادول د افغانۍ د ارزښت، د نوې کرنسۍ چاپولو او په هېواد کې د روان اقتصادي ناورین او بې روزګارۍ دکچې کمولو لپاره مهم دي
کارپوهان وايي د نجونو پرمخ د تعليم دروازو تړلو سره نه يوازې ددغې هېوا اقتصاد ته زيان رسي بلکې د ټولنې اجتماعي ژوند باندي هم منفي اغېزې کیږي
څېړونکي وايي چې داعش خراسان د دې بريدونو سره نړۍ ته دا تاثر ورکول غواړي چي د افغانستان خاوره د ګلوبل يا نړيوال جهاد لپاره سمه ده چې په دې توګه نړيوال ځواکونه يوځل بيا په افغانستان کې جنګ پېل کړي په کوم کې چې وسله وال ګوندونه وده کولې شي.
په چمن کې د تقرير په مهال شهبازشریف ويلي چې د سېلابونو له ماله د بلوچستان په يو شمېر علاقو کې 142 تنانو ژوند د لاسه ورکړی، سلګونو خلک ژوبل شوي او په زرګونو شمېره کې کورونه په بشپړه او جزوي توګه ويجاړ شوي دي
نور کتل