لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قبایلي ضلعو پولیس په وسلو او نورو اسانتیاوو کې د صوبې د نورو برخو له پولیسو شاته پاتې دي


په خېبر پښتونخوا صوبه کې د پخوانیو قبايلي ضلعو له ورګډيدو وروسته اوس هم په قبایلي ضلعو کې ډېرې سیمې داسې دي چې پوليس سټېشنونه یا تاڼې پکې نه دي جوړې شوې.

څيړونکي وايي پوليس په کمزورې وسله او لږو وسايلو کې د وسله والو مقابله په ګرانه کوي۔

د خېبر پښتونخوا حکومتي چارواکي وايي د پوليسو د پاره يې نوي فنډونه منظور کړي دي۔

د قبايلي ضلعې مومند په يکه غونډ تحصيل کې د تاڼې جوړولو د پاره ځای خوښ کړی شوی دی خو لا هم پرې کار نه دی شروع شوی.

د يکه 63 زره ابادۍ د پاره لا يو نوی پوليس سټېشن هم نه دی جوړ کړی شوی، پوليس وايي اکثره د پخواني خاصه دارو د پاره جوړو ودانیو کې يې پوليس سټېشنۍ جوړ کړي او هر يو پوليس سټېشن اکثره يو پوليس موبايل لري او د نورو اسانتياو نه هم محرومه دي۔

ځايې خبريال ګل حسین وایي، د قبایلي ضلعو پولیسو ته لا هم د پوليس وسله نه ده ورکړل شوې، دا د هغه وخت وسله ده چې ليويز او خاصه دارو سره وه، هغه اوس دوي ته ورکړل شوې ده.

ډیوه سره خبرو کې ګل حسین وویل" دوي ته یوازې نوم د پوليس ورکړل شوې دې، او يو دوه ګاډي ورته ورکړل شوي دي، نور ورته خاص څه سهولت نه دې ورکړل شوی لکه څنګه چې د نورو علاقو پوليسو ته ورکړل شوې دې"

په کال2018م کې د قبايلي ضلعو په خېبر پښتونخوا کې له ورګډېدو وروسته د مومند پينځه نيم لکه ابادۍ د پاره په اوو تحصيلونو کې تر اوسه درې نوې پوليس سټېشنې جوړې کړې شوې دي.

پوليس وايي دې تاڼو کې د پوليس موبايلو کمی دی، او په وسله کې ورسره زياتره کلاشنکوفې دي.

تېر صوبايي حکومت ويلي وو په قبايلي ضلعو کې به پينځه ويشت پوليس تاڼې جوړوي او پوليسو ته به تربيه او عصري وسله ورکوي۔

څيړونکي وايي د قبایلي ضلعو پوليسو سره د وسله والو مقابله کې وسله کمزورې ده او هغه هومره فنډونه نه ورکړل کيږې څومره چې د دې سيمي پوليسو ته د وسله والو د مقابلې د پاره ضرورت دی ځکه پوليس د وسله والو اسان هدف ګرځېدلی او د روزانه په حساب پرې بريدونه کيږي.

روان کال د جنورۍ په مياشت کې په باجوړ کې په پوليسو بمي چاودنه کې اته پوليس اهکار وژل شوي وو۔

پخوانې اېډېشنل ايي جي پوليس رحمت محسود وایي،"يو دوي سره ايکويپمنټ سم نه دي، او بل زه بيا بيا دا وايم چې دوي ته يو ښه تربيت پکار دی"

په نزدې وختونو کې په قبايلي ضلعو او د خېبر پښتونخوا نورو برخو کې وسله والو په پوليسو باندې بريدونه زياتره د سړک دغاړې خښو بمونو او د شپې ليدونکو شيشناکو ټوپکو( نائټ ويژن) له لارې کړې دي۔

د خېبر پښتونخوا حکومتي چارواکي وايي د قبايلي ضلعو پوليسو د پاره يې د امنيت ټينګ ساتلو او نوؤ وسلو اخستو او نورو ضرورتونو پوره کولو د پاره اووه اربه روپۍ منظورې کړې دي۔

د خېبر پښتونخوا حکومت ویاند بېرسټر محمد علي سېف ډیوه ته وایي صوبایي حکومت د پولیسو توان لوړولو ته سنجیده دی.

ډیوه سره خبرو کې د هغه وینا وه"زه دا ګڼم چې مونږ ښه پوره سنجيده يو، او د پوليس مضبوطولو دپاره زاړه لېويز اهلکار پوليس کې شامل کړی شوي، لېويز ډير اوس پوليس کې راغلي دي، او د هغوي استعداد لوړولو د پاره دې منصوبه بندۍ کې پروګرامونه شامل دي"

د خېبر پښتونخوا د پېښور او باجوړ پوليسو په تېرو وختونو کې احتجاجونه هم کړي چې دوي پرله پسې د بريدونو ښکار کيږي، او د وسله والو مقابله کې هغسې عصري وسلې نه لري۔

د خېبر پښتونخوا پوليسو ويلي دوي د صوبې د نا ارامه سيمو پوليسو ته د شپې ليدونکې شيشناکې ټوپکې، بکتر بند ګاډي او نوري عصري وسلې ورکړې دي خو څيړونکي وايي چې د قبايلي ضلعو پوليس د ملک نورو برخو د پوليسو نه په اسانتياو کې ډير وروسته پاتې دي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG