لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د اېف ای ټي اېف په شرطونو د ډاډ وړ ګامونه نه دي پورته کړي، رپوټ


پاکستان د ترهګرو د مالي مرستو او غېرقانوني پېسو لېږلو د څار د نړیوالې ادارې (اېف ای ټي اېف) د شرطونو پوره کولو په لړ کې د ډاډ ګامونه نه دي پورته کړي.

د اېکسپرېس ټريبيون د رپوټ ترمخه د خزانې وزارت، د ترهګرۍ ضد قامي ادارې (نېکټا) او د مرکزي (سټېټ بېنک) چارواکو د اېف ای ټي اېف د قامي اسمبلۍ د خزانې قايمه کمېټۍ ته احوال تېر کړی او د ادارې د شرطونو په اړوند پورته کړو ګامونو باندې يې خبر کړې ده.

کمېټۍ ته په احوال تېرولو کې د اخيستل شوؤ ګامونو رپوټ وړاندې کړل شوی خو د کمېټۍ غړو پرې د اطمينان څرګندونه نه ده کړې.

پاکستان به راروانه مياشت د سري لنکا په کولمبو ښار کې اېف ای ټي اېف ته خپل رپوټ وړاندې کوي.

د قايمه کمېټۍ مشر فېض الله رسنیو سره په خبرو کې ویلي پاکستان اېف ای ټي اېف ته د شرطونو پوره کولو په تړاؤ د اطمينان رپوټ لېږلی دی.

خو د ټریبيون ترمخه د کمېټۍ درې غړو ويلي د سياسي او سفارتي هڅو پرته ګرانه ده چې پاکستان اېف ای ټي اېف مطمئن کړي.

پاکستان دا مهال د ترهګرو د مالي مرستو او غېر قانوني پېسو لېږلو په تړاؤ د اېف ای ټي اېف په خړ لسټ کې دی او که د اېف ای ټي اېف په شرطونو پوره نه خيژي نو په تور فهرست کې به واچول شي او ویل کيږي د هغې وروسته به د بندېزونو سره مخ شي.

اېف ای ټي اېف پاکستان ته ۲۷ شرطونه اېښودي چې د روان کال ستمبر د مياشتې پورې يې پوره کړي او په دې کې يې ورته په ۱۹ په بشپړ ډول د پوره کولو ويلي خو په لمړي پړاؤ کې پاکستان اېف ای ټي اېف نه دی مطمئن کړی.

د کمېټۍ مشر ويلي وزیراعظم عمران خان په دغه اړوند درې غونډې کړي او انتظامي ګامونه پورته کړی شوي او د غېر قانونه پېسو لېږلو په موخه په قامي اسمبلۍ کې قانوني مسوده جمع کړی شوې ده.

ويل کيږي پاکستان د اېف ای ټي اېف د ويرې د ځينو تندلاروډلو پرضد ګامونه پورته کړي دي.

خو عمران خان نزدې دوه اوونۍ وړاندې دا تاثر رد کړی چې ګواکې حکومت یې د تندلارو ډلو په ضد د ایف اې ټي ایف په غوښتنه ګامونه اخلي، هغه ويلي ؤ چې دا کار یې د خپل هېواد په ګټه او د اقتصادي بحران د له منځه وړلو لپاره ډېر مهم دی.

هغه ويلي ؤ "زمونږ ټوله توجه د خپل اقتصاد بحالۍ ته ده او مونږ به هیڅکله دا توان ونه لرو چې په تور لیسټ کې واچول شو".

عمران خان ويلي ؤ چې "د پاکستان پوځ دوی [توندلارې ډلې] جوړ کړي وو، مونږه د هېواد د آینده فیصله کړې، د بهرني فشار په وجه نه، مونږ به دوی نور فعالیتونو ته نه پرېږدو".

د واشنګټن په څېړنیزه اداره ووډرو ویلسن کې د پاکستان او افغانستان د چارو کارپوه مایکل کوګلمین د عمران خان د دغو څرګندونو په اړوند ويلي ؤ ، چې دا خبرې وړاندې هم پاکستاني مشرانو کړې دي، خو داسې ښکاري چې د اېف ای ټي اېف د تور لیسټ نه د بچ کېدو لپاره دا خبره یو ځل بیا شوې وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG