لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستان د افغانستان سره د تورخم پوله تړلې
تازه خبر

پاکستان د افغانستان سره د تورخم پوله تړلې


پاکستان د افغانستان سره د تورخم پوله تړلې او د دروازې تړلو سره د مسافرو او تجارتي مالونو تګ راتګ بند شوی دی، افغان او پاکستاني چارواکو د دروازې تړلو پخلی کړی چې دروازه د مارټر ګولې له امله تړل شوې ده.

د تورخم سره په پوله د افغانستان د ننګرهار صوبې د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وی اوای ډیوه سره په خبرو کې وویل چې پاکستان امنیتي چارواکو وروسته له هغې دروازه وتړله چې د پاکستان د یوې امنیتي پوستې ترڅنګ یوه مرمۍ ولګیده.

نوموړي وویل "تورخم ښارګوټي لار نن (د شورو، چهارشنبې) سهار د مسافرو او ټرافیکو پرمخ د پاکستانیو مسئولینو له لوري تړل شوې ده او لامل یې په سیمه کې د یوې ګولۍ لګېدل یاد شوي چې هدف یې معلوم نه دی، خبرې اترې روانې دي پاکستاني اړخ یې د افغان امنیتي ځواکونو کارګڼي خو افغان امنیتي ځواکونه وايي چې په دې پیښه کې هیڅ قسم لاس نه لري".

د پاکستان امنيتي سرچینو ويلي چې د تورخم په پوله د پورې غاړې افغانستان د لوري مارټر ګولې را ويشتل شوي ځکه د تورخم لاره تړل شوې ده.

د تورخم دروازه نن د چهارشنبې په ورځ په داسې حال د مسافرو او د تجارتي توکيو دپاره وتړل شوه چې پرون د افغانستان پلازمینې کابل په ګډون په شاوخوا په لسو ولایتونو کې د پي ټي اېم د مشر د منظور پشتین د نیولو پرضد پراخې مظاهرې وشوې او له پاکستاني ادارو د هغه د ازادولو غوښتنه وشوه.

اشرف غني او ګڼو سیاسي اومدني فعالانو هم د منظورپشتین په نیولو اعتراض کړی ؤ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا د افغان ولسمشرڅرګندونې د پاکستان په کورنیو چاروکې د لاس وهنې په معنی ګڼلې وې.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان نزدې پينځه میاشتې وړاندې تورخم ته په خپل سفرکې اعلان کړ ی ؤ چې د تورخم دروازه به ۲۴ ګړۍ پرانیستي وي او ویلي ؤ چې په دې اقدام سره به په دې لار د افغانستان اوپاکستان ترمنځ تجارت زیاتېدو ته زمینه برابره شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت او د مسافرو پرمخ تورخم دروازه ځیني وخت هغه مهال تړل کیږي چې د دې هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې زیاته ترینګلتیا رامنځته شي.

د دواړو هېوادونو سوداګر وايي د سياسي کړکېچ زور دې تجارت ته ور نه کړی شي ځکه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت تل د سياست ښکار شوی او سخت اغېزمن شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

د انفلوانزا خطرې - وېکسین څومره اهم دي؟
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG