لاس رسیدونکی لینک

 
امریکا د طالبانو سره د خبرو دپاره د افغان مذاکراتي ډلې جوړولو هرکلی کړی
تازه خبر

امریکا د طالبانو سره د خبرو دپاره د افغان مذاکراتي ډلې جوړولو هرکلی کړی


د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د افغانستان د حکومت هرکلی کړی چې د طالبانو سره د خبرو دپاره يې ټول شموله ډله جوړه کړې ده.

مايک پمپيو په ټویټر ويلي، د افغانستان د حکومت مننه کوي چې د طالبانو سره د بېن الافغاني خبرو دپاره يې ټول شموله ډله جوړه کړه چې ټول فريقېن پکې شامل دي.

نوموړي هغه هڅې هم ستايلي چې د طالبانو د خوشي کېدو او د سولې خبرو ته زمينه برابروي.

امریکا په ۲۹ فرورۍ د طالبانو سره د سولې موافقنامه لاسليک کړې د کوم ترمخه چې طالب استازو ويلي د افغانستان د حکومت سره به نېغ خبرو ته کښېني.

خو بل لور ته طالبانو د افغان حکومت لخوا د بېن الافغاني خبرو دپاره جوړه شوې ډله رد کړې ده.

د افغانستان حکومت په طالبانو نيوکې کړي چې د سولې د راتلونکو بېن الافغاني خبرو دپاره د کابل جوړ ټيم يې رد کړی دی.

د ولسمشر اشرف غني سلاکار وحيد عمر ويلي، طالبان دې د خبرو پېل کولو په لړ کې نورې بهانې نه جوړوي.

يادې بېن الافغاني خبرې په لسم مارچ ټاکل شوې خو د کابل د سياسي حالاتو او مذاکراتي ډلې له امله دا وروسته کړی شوې.

د اوونيو د وروسته والي پس افغان حکومت په ۲۷م مارچ د ۲۱ کسيزه ډلې اعلان کړی چې پکې پينځه ښځې هم شامل وې.

د افغانستان د سولې خبرې چې امريکا پېل کړې د افغان حکومت تازه ګام مهم بلل کېدو.

خو طالبانو د حکومت دغه ډله رد کړې او ویلي يې دي حکومت په ټول شموله ډله کې پاتې راغلی دی.

خو عمر دغه تور رد کړی او ويلي يې دي مذاکراتي جوړه شوې ډله د متحد افغانستان استازيتوب کوي.

کومې غټې حکومتي ډلې د حکومت لخوا جوړې ډلې مخالفت مخې ته نه دی راغلی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

د انفلوانزا خطرې - وېکسین څومره اهم دي؟
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG