لاس رسیدونکی لینک

 
مسلم لیګ وایي په سندهـ صوبه مرکز برید کړی،معاملې سنګینې دي
تازه خبر

مسلم لیګ وایي په سندهـ صوبه مرکز برید کړی،معاملې سنګینې دي


په پاکستان کې ستر حکومت مخالف ګوند پاکستان مسلم لیګ(ن) وایي دپخواني وزیراعظم نوازشریف په زوم کیپټن صفدر دمقدمې درج کولو دپاره د سندهـ دپولیسو دمشر دکور نه په ګیرې اچول کیدو وفاق په صوبه برید کړی دی.

دغه ګوند وایي ددې پېښې دلارې دهیواد ائین اؤ دصوبې خپلواکي دپښو لاندې کړل شوې ځکه نو اوس پکار ده چې عدالتونه باید دخپله انده ددې پېښې خبر واخلي.

خو مرکزي حکومت بیا دریځ لري چې دمقدمې درج کولو معامله صوبه پسې اړوند لري اؤ پولیس هم دصوبې په واک کې دي ځکه نو باید ددې پېښې دلارې هیڅ بېڅه ریاستې ادارې بدنامې نه کړل شي.

د زیارت په ورځ یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې دهیواد پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي اؤ اؤ دمسلم لیګ نواز ګوند مرکزي ستر سکتر احسن اقبال یو ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي کومو ادارو چې په کیپټن صفدر دمقدمې درج کولو دپاره دسندهـ صوبې دپولیسو دمشر دکور نه ګیره اچولې وه هغه دواړه ادارې دمرکز د واک لاندې دي.

هغوئ ویلي دغو ادارو ته امر یوازې وزیراعظم ورکولی شي خو وزیراعظم په دې پېښه خپلې شونډې تړلي دي اؤ هیڅ نه وایي.

هغوئ ویلي اوس معاملې خرابې شوي دي، ائین مات کړل شوی ، دصوبې خپلواکي دپښو لاندې چقول شوی خو د صوبې دپولیسو مشر ناتوانه دی چې پخپله ددې پېښې په ضد مقدمه درج کړي له دې امله باید اوس دهیواد عدالتونه دخپله انده ددې هرڅه خبر واخلي.

په ۱۹نوم اکتوبر په سندهـ صوبه کې د پخواني وزیراعظم نوازشریف زوم کیپټن صفدر د پاکستان د بنسټکر محمدعلي جناح په مزار د شعارونو ورکولو په تور نیولی اؤ دهغه په ضد یې مقدمه درج کړې وه چې دسندهـ صوبایي حکومت ددې پېښې په ستختو ټکو غندنه کړې وه.

سندهـ صوبه کې د واکمن ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو تور لګولی ؤ چې په کیپټن صفدر دمقدمې درج کولو دپاره دصوبې دپولیسو مشر له خپله کوره دسحر په خړه کې له خپله کوره تښتول شوی ؤ .

هغه دهیواد دپوځ دسرلښکر اؤ د استخباراتي ادارې ایي ایس ایي دمشر جنرال فیض حمید څخه غوښتنه کړې وه چې ددې معاملې باید پلټنې وشي.

مطبوعات وایي د صوبې دپولیسو مشر د رینجرز ځواکونو لخوا پورته کړل شوی ؤ ، دهیواد دپوځ سرلښکر وروسته له هغې دکراچۍ کورکمانډر ته ددې پېښې د پلټنو امر کړی چې اوړمه ورځ دکراچۍ ټولو پولیس افسرانو په رخصتۍ دتګ خواستونه وکړل.

دحکومت یو مرکزي وزیر فواد چوهدري په ټوئټر لیکلي چې دپولیس مشرانو د رخصتۍ خواستونه د واکمن ګوند په اشاره کړي دي اؤ ددې ترڅنګ یې دا دریځ هم خپل کړی چې مقدمه درج کول دپولیسو کار دی اؤ پولیس د صوبې د واک لاندې دي ځکه نو دې معامله کې باید ریاستي ادارې بدنامې نکړل شي.

په کیپټن صفدر د مقدمې درج کیدو راپدیخوا پرله پسې په ټولنیزو رسنیو دپاکستان په پوځ نیوکې روانې دي چې سیاست کې یې بربنډه مداخله پیل کړې ده خو پوځ پرله پسې سپیناوی کړی چې سیاست سره هیڅ تړاؤ نه لري

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

د انفلوانزا خطرې - وېکسین څومره اهم دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG