لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:فرقه ییزې کرکې افغان جګړې ته دپاکستان د ورګډیدو میراث دی


دپاکستان وزیراعظم عمران خان وایي دافغان جګړې دبرخې جوړیدو تر ټولو زیاتې خطرناکې اغېزې په پاکستان شوې دي اؤ دلته نن فرقه ییزې کرکې هم ددې جګړې میراث دی.

هغه په بلوچستان کښې د لسو شیعه هزاره خواریکښو له و‌ژنې وروسته وئیلي دي چې د اقلیتونو حفاظت د ریاست ذمه واري ده.

د ترکي يو ټي وي سره مرکه کښې وزیراعظم عمران خان بلوچستان مچهـ سیمه کښې د۱۰ؤ شیعه هزاره ګانو په وژنه دغم څرګندؤنه کړې ده اؤ وئیلې یې دي چې دغه شان په اقلیتونو بریدونه د هغه وخت په افغان جګړه کې(چې عمران خان دجهاد په نوم یاده کړې) کښې د پاکستان د دبرخې اخستو میراث دی.

وزیراعظم وایې د پاکستان په زمکه موجودو فرقه ییزو نښتو کښې دککړو تنظیمونو اړیکې اوس تندروه تنظیم داعش سره هم جوړې شوې دي.

عمران خان وایې چې د افغان جګړې دبرخې جوړیدو تر ټولو زیاتې خطرناکې اغېزې په پاکستان شوې دي اؤ هغه هم دا فرقه ییزه کرکه ده.

دعمران خان په وینا "اوس دا وسله والې فرقه ییزې ډلې چې د پاکستان په زمکه وجود لري اؤ په بلوچستان کښې شیعه هزارګان وژني، دوئ اوس تندروه اؤ ترهه ګر تنظیم داعش سره هم اړیکې جوړې کړې دي"

په بلوچستان کښې د وژل شوؤ دې ۱۰ؤ شیعه هزاره ګانو د وژلو ‌‌ذمه واري داعش په غاړه اخستې ده.

پاکستان کښې ناقدین هم دا خبره کوي چې دلته ترهه ګري اؤ فرقه ییزې کرکې له هغه وخته زیاتې شوې دي کله چې به د اتیایم په لسیزه کښې د پاکستان نه دلښکرونو په شکل کې خلک افغانستان ته د جهاد په نامه جنګ د پاره تلل.

پآکستان کښې د اسلامي نظریاتي کونسل مشر ډاکټر قبله ایاز وایي چې افغانستان کښې د روس یلغار اؤ وروسته خانه جنګۍ اؤ په دې کښې د طالبانو شرکت دا معامله ډیره خرابه کړه .

دهغه په وینا که په دغه جګړه کې یو خوا طالبان وؤ نو بلخوا شمالي اتحاد اؤ هزاره وؤ اؤ ددوئ ټولو پخپلو کښې د جنګ له امله فرقه ییز نفرت هم سېوا شو.

ډاکټر قبله ایاز وایې اوس پاکستان ته پکار دي چې دلته د فرقه ایزې کرکې ختمولو د پاره څه عملي ګامونه هم پورته کړي.

ډاکټر قبله ایاز زیاتوي وړاندې کال ۲۰۱۸ دلته د ټولو مسلکونو د عالمانو په صلاح د"پیغام پاکستان"پریکړې مقصد هم دغه ؤ چې په ټولو مسلکونو کښې د ېو بل احترام پیدا شي خو ضرورت ددې د عملي کولو هم دی.

ډاکټر قبله اېاز وایي چې باید څوک د مسلک په نامه څوک وژني نو ورته دې سخته سزا ورکړل شي اؤ چې ترکومې داسې قاتلانو ته سزا نه وي شوې نو دغه لړۍ ودریدل به ګرانه وي.

دفاعي څیړن کار بریګدئیر (ر) سعید نذیر وایي چې وزیراعظم دلته د فرقه ایزې کرکې ذمه وار په افغان جهاد کښې د پاکستان ورګډیدل بلي خو دې جهاد نه وروسته هم د پاکستان لخوا په نورو هیوادنو کښې روانو جګړو کې د ورګډیدو لړۍ روانه ده .

نوموړی وایي دپاکستان لخوا نورو هیوادونو کې روانو جګړو کې د ورګډيدو یوه بېلګه دا ده چې شام یا سوریا کښې د حکومت پرضد جنګ د پاره د پاکستان نه خلک د داعش د مدد د پاره تللي وو اؤ هلته دې خلقو سره د رابطو له امله داعش په پاکستان کښې هم جرړې پیاوړې کړي دي.

داعش اؤ دغه شان نور تنظیمونه چې دپولو دواړو غاړو ته فعالیتونه کوي دهغوئ پرضد کوټلو ګامونو د پاره سعید نذیر دافغانستان اؤ پاکستان ترمینځ د نزدې اړېکو خبره هم کوي.

پاکستان کښې فرقه ییزو نښتو کښې زیات شیعه مسلمانان وژل شوې دي خو د وژل شوؤ کره شمیره نه ده معلومه البته رپوټونه وایي چې دا شمیره په زرګونو کښې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG