لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د عوامي نېشنل ګوند یو بل ځایي مشر عبیدالله کاسی نامعلومو کسانو تښتولی


واشنګټن ـــ په بلوچستان کې د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي کمېټۍ غړی عبيدالله کاسی کوټې ښار ته نیژدې له کچلاغ سيمې څخه لا درکه شوی، چې د تښتونې په ضد یې احتجاج شوی او پوليس وايي دوی يې په لټه کې دي.

د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان جنرل سيکرټري مابت کاکا د ملک عبيدالله کاسي د لادرکه کېدو خبر تایید کړ او وي او اې ډيوه ته يې د ټيليفون له لارې وويل چې د شنبې- خالي په مازديګر عبيدالله کاسی لادرکه شوی دی. مابت کاکا وويل:

"هغه له خپل کوره را وتلی وو چې د کتيرو د کلي او کوټې کچلاغ لوی سړک تر ميان لادرکه شوی دی".

د کچلاغ پوليسو د تاڼې ډيوټي افيسر سيمع الله هم د عبيدالله کاسي د لادرکه کېدو پېښه ومنله او ویې ويل " موږ له هر لوري د پېښې جاج اخلو او د هغه د موندلو په لټه کې یو".

د پوليس افيسر په خبره عبيدالله کاسی له خپل موټره په ياده سيمه کې کښته کړل شوی او وایي موټر یې پر هماغه ځای پرېښول شوی ولاړ دی.

مابت کاکا وويل چې ملک عبيدالله کاسی د باچا خان د فکر د سیاسي لارې سړی دی هغه له کوم چا سره يو ډول شخصي بد نه لري.

وايي د يادې پيښې پر ضد يې پوليسو ته د مقدمې درج کولو درخواست هم ورکړی دی، خو مقدمه یې لا نه ده درج شوې.

بل لوري ته د يادې پېښې پر ضد د عوامي نيشنل ګوند غړو د کوټې چمن او کوټې ږوب لويې لارې هم د احتتجاج په توګه تړلې دي. د مابت کاکا په خبره دوی به د خپل سياسي ملګري د موندلو او په پېښه کې د ککړو خلکو د نيولو تر وخته پر هم دې ځای احتجاج کوي.

بل لور ته پر ټولنیزو رسنیو هم ګڼ شمېر خلکو د عبیدالله کاسي د بې درکۍ غندنه کړې ده. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي

"د شهيد عثمان کاکړ د بې دردۍ سره قتل يوه اوونۍ هم نه ده پوره، چي د کچلاغ څخه يې د عوامی نیشنل ګوند سئینر رهنما ملک عبیدالله کاسی اغوا کړل شوی دی دی. چې څوک هم د پښتنو لپاره غږ پورته کوي هغه په څه نه څه طريقه د دوی هدف ګرځول کېږي، دا پاليسي بايد پای ته ورسي".

تر اوسه هیچا هم د عبیدالله کاسي د بې درکۍ او تښتونې ذمه واري پر غاړه نه ده اخیستې.

ياده دې وي چې د عوامي نېشنل ګوند ايالتي وياند اسد خان اڅکزی هم نهه مياشتې وړاندې د 2020م کال د ستمبر پر 25مه د کچلاغ او کوټې تر منځ لا درکه کړل شوی وو.

له لا درکه کېدو شاوخوا پینځه مياشتې وروسته د روان کال د فرورۍ پر 27مه د هغه مړی د کوټې په نوسار سيمه کې له يوه کوهي څخه پوليسو رايستلی وو.

هغه وخت پوليسو او د بلوچستان ايالتي حکومت د اسد خان د لادرکه کولو او د وژلو په تور د يوه تن د نيولو دعوه کړې وه او ويلي يې وو چې نيول شوی تن د لېويز ځواک سرتېری دی او د اسد د موټر د غلا کولو لپاره يې دا هر څه کړي دي.

خو د عوامي نېشنل ګوند مرکزي او ايالتي مشرانو د بلوچستان له وزیراعلی جام کمال څخه د اسد خان اڅکزي د لادرکه کېدو او وژل کېدو د پېښې د پلټنو لپاره د ازاد عدالتي کېمشن غوښتنه کړې وه.

د بلوچستان وزيراعلی جام کمال هغه وخت رسنيو ته ويلي وو چې دوی د يادې پېښې پلټنې کوي خو د هغه په خبره که ضرورت يې پېښ شو د پلټنې عدالتي کميشن به هم جوړ کړي، خو له هغه وروسته د اسد خان اڅکزي د پېښې په اړه حکومت کوم خاص تفصيل يا رپورټ مخ ته نه دی راوړی.

د مابت کاکا په خبره دوی له حکومته د ملک عبيدالله کاسي د ژر او خوندي موندلو غوښته ځکه کوي چې يو ځل بيا د اسد اڅکزي د پيښې په ډول هر څه تکرار نه شي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG