لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې او چین په کابل کې پر یو هوټل "د داعش" پرونی برید په کلکو ټکو غندلی دی


واشنګټن ـــــ چین او امریکې دواړو پر کابل کې پر یو هوټل پرونی برید په کلکو ټکو غندلی دی چې پکې درې تنه وژل شوي او د پینځو چینایي وګړو په ګډون تر شلو زیات پکې ټپیان شوي وو، د دې برید ذمه واري داعش وسلوالې ډلې منلې ده. طالبان وایي په پېښه کې دوه بهرنیان ټپیان شوي دي.

د افغانستان د پایتخت کابل په شهرنو سیمه کې پرون وسلوالو پر هغه هوټل برید وکړ، چې بهرنیان هم پکې اوسېدل، خو طالبان وایي په دې هوټل کې عام خلک اوسېدل.

د رپوټونو له مخې د ګل- دوشنبې په ماسپښین شاوخوا دوه نیمې بجې وسلوال د هوټل ودانۍ ته ننوتي وو او هلته یې ډزې پیل کړې وې، چې وروسته ورسره د طالبانو امنیتي ځواکونو جګړه پیل کړه. رویټرز خبري‌ ایجنسۍ د هوټل د ودانۍ وېډیو خپره کړې چې لوګي ترې پورته کېږي.

د کابل ایمرجنسي روغتون وایي دوی ته ټول 21 کسان د پېښې له ځایه وروړل شوي وو، چې وایي په هغوی کې درې تنه مخکې له مخکې مړه شوي‌ وو او 18 تنه ټپیان دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې پر هوټل د "درو ترهګرو" بریدکوونکو په وژلو سره دا حمله پای ته رسېدلې ده او وایي "ټول مېلمانه ژغورل" شوي دي:

"هيڅ کوم بهرنی تبعه نه دی وژل شوی، صرف دوه تنه بهرني مېلمانه هغه مهال ټپيان شول چې له لوړ چټ څخه يې ځان را وغورځاوه".

خو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین وایي، په دې برید کې پینځه چینایي وګړي ټپیان شوي دي.

ښاغلي وانګ ونبین د دسمبر پر 13مه رسنیو ته په خبرو کې له طالبانو غوښتي چې د دې پېښې هراړخیزې پلټنې وکړې او هغه کسان په سزا ورسوي‌ چې په دې برید کې لاس لري:

"دا ترهګر برید زښته ډېر بې رحمانه دی، چین په ژوره توګه پرې خواشینی دی او موږ په کلکه د هر ډول ترهګرۍ مخالفت کوو او موږ دا پېښه په کلکه غندو".

که څه هم طالبانو د کابل په پروني برید کې د خپلو امنیتي کسانو د وژل کېدو خبر نه دی ورکړی خو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي "پر هغو افغان پوځي پولیسو غمجن" دي چې تر پېښې وروسته وژل شوي او له ټپیانو سره یې خواخوږي کړې ده.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت هم پر دې پېښه خواشیني ښکاره کړې او وايي ښکاري چې ډېرې وحشیانه حربې پکې‌ کارول شوې دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس پرون ناوخته خبري غونډې ته وویل، امریکا پر بې ګناه ملکي وګړو تشدد په کلکو ټکو غندي:

"موږ پر طالبانو ږغ کوو پر هغو ژمنو دې عمل وکړي چې له امریکې، نړیوالې ټولنې او تر ټولو مهم له خپلو خلکو سره یې کړې دي او له دغو ژمنو څخه یوه د داسې یوې ټولنې جوړول دي چې د ترهګرۍ له دا ډول تاوتریخوالي پاکه وي".

د چین د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له چارواکو په کلکه غوښتي چې په کابل کې د چینایي وګړو د امنیت ډاډ ورکړي، خو د رویټرز د رپوټ له مخې خپلو چینایانو ته یې سپارښتنه کړې چې د امنیتي حالاتو له کبله له افغانستانه لاړ شي.

د کابل د پروني برید ذمه واري داعش خراسان ډلې پر غاړه اخیستې ده. د رویټر خبري ایجنسۍ د خبر له مخې داعش د ټیلیګرام له لارې دعوه کړې چې په دې برید کې یې شاوخوا 30 کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده او وایي د برید هدف یې چینایي وګړي او طالبان وو.

که څه هم طالبان داعش وسلواله ډله د خپل حکومت او په افغانستان کې د امنیت لپاره خطرناکه نه ګڼي، خو دې ډلې په تېر شاوخوا یونیم کال کې د کابل په ګډون په کندوز، بلخ، ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې د داسې سترو وسلوالو بریدونو ذمه وارۍ پر غاړه اخیستې دي چې په سلګونو کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي‌ دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG