لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یورپي اتحاد استازي طالبانو ته ویلي چې د خپل حکومت نه بهر د ماهرینو خبرې هم واوري


د طالبانو د وزیراعظم مرستیال مولوي عبدالکبیر او د یورپي اتحاد خاص استازی ټوماس نېکلاسن
د طالبانو د وزیراعظم مرستیال مولوي عبدالکبیر او د یورپي اتحاد خاص استازی ټوماس نېکلاسن

واشنګټن - د افغانستان دپاره د یورپي اتحاد خاص استازي ټوماس نېکلاسن په کابل کې د طالبانو د مشرانو سره ملاقات کړی او هغو ته یې مشوره ورکړې چې د خپل حکومت نه بهر د ماهرینو خبرې واوري، ځکه د نېکلاسن په وینا، د افغانستان پخوانی نظام په ملک کې د واک اختیار د انحصار کولو له امله ړنګ شو.

ټوماس نېکلاسن چې د طالبانو د حکومت د وزیراعظم نایب مولوي عبدالکبیر سره خبرې کولې، یو ځل بیا په هغو ټینګار وکړ چې افغانستان کې دې د جېنکو سکولونه پرانیزي او د باتجربه افغانانو خبرې دې هم واوري.

د دې ملاقات خبر، د طالبانو حکومت جاري کړی خو پخپله د ښاغلي نېکلاسن دفتر تر اوسه د دې لیدنې په اړه مطبوعاتو ته څه نه دي ویلي.

د مولوي عبدالکبیر دفتر د مارچ په څلورمه -د خالي/شنبې په ورځ ناوخته - د دې ملاقات نه پس یو بیان هم جاري کړی او هغه کې یې د ښاغلي نېکلاسن له قوله لیکلي چې، " افغان نجونې او هلکان زدکړه غواړي او موږ هم د دواړو له تعلیم څخه ملاتړ کوو؛ هیله لرم په افغانستان کې د هلکانو او نجونو پرمخ د زدکړو دروازې پرانیستل شي."

بیان زیاتوي چې د یورپی اتحاد له ځانګړې استازي سره په دې ملاقات کې، مولوي عبدالکبیر هغه ته ویلي چې د طالبانو د حکومت دلاندې، د افغانانو د دین او کلتور په چوکاټ کې د بشري حقونو خیال ساتل کیږي. مګر د جېنکو د سکولونو بیا پرانېستل کېدو په اړه یې کومه وعده نده ورکړې.

تر دې وړاندې، د یورپي اتحاد خاص استازي ټوماس نېکلاسن کندهار ته هم سفر کړی و او د طالبانو د خارجه وزارت نګران وزیر امیرخان متقي او یو شمېر نورو طالب چارواکو سره یې لیدلي و.

طالبان چې کله د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې یو ځل بیا په افغانستان قبضه ولګوله، د شپږم جماعت نه پورته یې سکولونو ته د جېنکو تګ منعه کړ. څو وخته پس یې یونیورسېټو ته هم د جېنکو په تګ بندیز ولګولو. افغانستان کې نوی تعلیمي کال د مارچ میاشتې په وروستیو کې پیل کیږي، او د دې وخت په رانږدې کېدو، بیا دا فکرمندۍ تازه شوي چې طالبان به د جېنکو پر مخ د سکولونو دروازې پرانیزي او که نه؟ تر اوسه داسې څه نښې نه دي لیدلی شوي.

بل اړخ ته د ملګرو ملتونو د سېکټري جنرل نایبې امېنه محمد هم یو ویډیویي پیغام کې ویلي چې د پنځه سوه (۵۰۰) ورځو نه زیات وخت وشو چې طالبانو په افغانستان کې د جېنکو په ثانوي تعلیم بندیز لګولی، او دا تعلیم د جېنکو یو بنیادي حق دی.

امېنه محمد پخپل ویډیویي پیغام کې دا هم ویلي، په هغې معاشرې کې چې جېنکۍ/ښځې اخراج شوي وي، هغه معاشره سمسورېدلی نشي، ځکه "مرغۍ په یو وزر نشي الوتلی".

مېرمن محمد اضافه کړې چې تعلیم د اتحاد یو قوت دی کوم چې خلکو سره د ترقۍ اهدافو ته د رسېدو دپاره مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو د سېکټري جنرل نایبې د نړېوالو امداد کوونکو نه غوښتنه کړې ده چې د افغانستان سره دې خپلې مرستې زیاتې کړي.

په طالبانو باندې په نړېواله کچه دا تنقید دی چې د ښځو او جېنکو بنیادي حقونه یې ندي ورکړي، او ټولشموله حکومت یې هم ندی جوړ کړی چې ټول افغانان ورباندې راغونډ شي.

تر اوسه، د پاکستان په شمول، د نړۍ هېڅ کوم ملک په افغانستان کې د طالبانو حکومت ندی تسلیم کړی او له دې اړخه طالبان د فشار لاندې دي. طالبان وایي، نړۍ دې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني او ورسره دې امداد وکړي، خو د جېنکو د تعلیم، د ښځو د کار او د ټولشموله حکومت مسئلې دې ورسره نه تړي، ځکه د طالبانو په باور، دا د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه ده.

په همدې حال کې د امریکا په سرښار واشنګټن ډي سي کې د افغانستان په اړه دوه ورځې وړاندې د یو جوړ شوي کانفرانس ګډونوالو د طالبانو لخوا د بشری حقونو په تېریو، په تعلیم او کار کې د ښځو پر بندیز او په هېواد کې د حقاني مدرسو په جوړېدو اندېښنه څرګنده کړه.

د زیارت/پنجشنبې په ورځ په امریکا کې د افغانستان د سفارت پخواني کلتوري اتشې نجیب ننګیال په خپلې وینا کې وویل، ملګري ملتونه دې طالبان تر هغو په رسمیت نه پېژني تر څو چې د دې شخړې یو سیاسي حل نه وي راوتلی ځکه د طالبانو حکومت قانوني حیثیت نه لري.

د کنفرانس نورو برخه والو له طالبانو وغوښتل چې ښځې جېنکۍ دې تعلیم او کار ته پرېږدي، د بیان ازادي ته دې اجازه ورکړي، د انتقامي کاروایو څخه دې ډډه وکړي، او بین الافغاني خبرې دې اعلان کړي چې د افغانستان پر ستونزو بحث وشي.


په دې رپوټ کې د وي او اې افغان سروس نه هم معلومات اخېستل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG