لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وي او اې لخوا د ځوانانو نظر پوښتنه! د ځوانانو په اند د پاکستان لومړیتوبونه باید څه وي؟


د پاکستان اکثره ځوانان په دې خیال دي چې د هرقسمه حکومت اوله ترجیح باید د غریبۍ ختمول وي.

ځوانان د وایس آف امریکا په یوې سروې کې خپله دغه رایه څرګنده کړې چې د اپسوس بین الاقوامي ادارې لخوا ترسره شوې ده.

په سروې کې د اتلسو (۱۸) نه واخله تر څلوردېرش (۳۴) کلنو ځوانانو نه دا پوښتنه هم شوې چې د هغوی په خیال په پاکستان کې په کار ده اوله قامي ترجیح څه وي.

په سروې کې په هرو پېنځو ځوانانو کې دریو یې دا نظر ورکړی چې د غریبۍ ختمول باید اولنۍ ترجیح وي، په داسې حال کې چې اته پنځوس فیصدي (٪۵۸) پوښتل شوو کسانو، د بې روزګارۍ کمول اوله ترجیح ګڼلې ده.

شاوخوا اته ویشت فیصده (٪۲۸)، په تعلیمي سهولیاتو کې اضافه راوستل او درویشت فیصدي (٪۲۳) د روغتیایي سهولیاتو بهتره کول غوره بللي دي.

د نړیوال بېنک د معیار ترمخه، هر هغه شخص چې د ورځې آمدن یې د دوه نیم (۲.۵) امریکایي ډالرو نه کم وي، غریب ګڼل کیږي. که دا رقم په پاکستانۍ روپیو کې وسنجول شي، نو ترمخې یې هر هغه شخص چې د ورځې آمدن یې اووه سوه (۷۰۰) او میاشتینی آمدن یې یوویشت (۲۱) زره روپۍ پورې ورسي، غریب بلل کېدی شي.

تېر کال په سپټمبر میاشت کې د نړېوال بېنک لخوا د جاري کړی شوو شمېرو ترمخه، پاکستان کې د غریبۍ په شرحه کې په مسلسله توګه اضافه راغلې ده.

په ځوانانو باندې د غریبۍ نېغ په نېغه اغېزې

په پنجاب پوهنتون کې د جغرافیې د څانګې مشر پروفېسر ډاکټر منور صابر وایي، دا سروې ښکاره کوي چې ځوانان په پاکستان کې د غریبۍ د لاسه نېغ په نېغ متاثره دي.

صابر د وي او اې سره په خبرو کې وویل چې د وخت په تېرېدو سره د غریبۍ په پیمانې کې هم بدلون راغلی دی، یعنې که کوم ځوان خپل کوم دوست ګوري چې د "انډرائیډ" فون استعمالوي کوم چې د دغه ځوان سره نشته، نو بیا دغه ځوان هم ځان غریب ګڼي.

د هغه وینا ده چې په تېرو زمانو کې د مالدارو او غریبو فرق په دې کېدلو چې غریب سړي به پېدل سفر کولو، خو مالدار کس سره به سائیکل و. لیکن اوس د غریب او مالدار تن فرق په دې کیږي چې کوم یو یې په جهاز او کوم یو یې پېدل سفر کوي.

د پالیسۍ ماهر او څېړونکی عامر حسین وایي چې په تېرو څلورو پېنځو کلونو کې د پاکستان په معاشي صورتحال کې لا زیاته خرابي راغلې ده چې په صنعت او کاروبار باندې یې هم په یقیني توګه منفي اثر غورځولی دی. همدا وجه ده چې د ځوانانو دپاره د روزګار موقعې هم کمې شوې دي.

عامر حسین د وي او اې سره په مرکه کې وویل چې د نوي کاروبار پیل کولو دپاره، څلور، پېنځه کاله وړاندې ځوانانو ته په آسانو شرایطو قرضې مېلاو کېدلې، لیکن اوس بېنکونو په هغه هم سخت شرایط نافذ کړي چې نتیجه یې په بې روزګارۍ کې راښکاره کیږي او غریبۍ لا پسې زیاتېږي.

عامر حسین وایي چې په کال ۲۰۱۸ کې د پاکستان د اقتصادي ودې شرحه د شپږو فیصدو زیاته وه، لیکن د کرونا وبا او بیا د نړیوالو اقتصادي حالاتو د وجې په پاکستان کې لا زیات خلک د غریبۍ د کرښې نه لاندې ولاړل. د هغه وینا ده چې دغه صورتحال، د ځوانانو مایوسي زیاتوي کوم چې په دغې سروې کې هم ښکاره شوې ده.

عامر حسین وایي چې د تېرو لسو کلونو په موده کې د سوشل مېډیا د استعمال له زیاتېدو سره او د غریبۍ، بې روزګارۍ او ګرانۍ په شمول د ملکي مسایلو معاملات په سوشل مېډیا باندې بحث کولو هم په ځوانانو باندې اثر غورځولی دی.

پاکستان کې غریبي:

د نړېوال بېنک د رپوټ ترمخه، شاوخوا نهه کروړه، یعنې په هرو لسو پاکستانیانو کې څلور کسان یې د غریبۍ د کرښې نه لاندې ژوند تېروي.

په رپوټ کې ویل شوي دي چې په پاکستان کې د تعلیم، صحت، او نور بنیادي خدمات او د ټولنیز تحفظ نظام په مکمله توګه له کاره لویدلی دی. عالمي ادارې په مالدارو او غریبو خلکو باندې د ټېکس د طبقاتي شرحې په باب هم تحفظات څرګند کړي دي.

بل اړخ ته ماهرین د ملک زیاتېدونکې آبادي او د ځوانانو دپاره د کار روزګار کمې موقعې هم د غریبۍ د زیاتېدو وجوهات بولي.

د نوي کهول دپاره نور ترجیحات

ځیني څېړونکي وایي، په څه انداز سره چې ځوان کهول په دې سروې کې خپل لومړیتوبونه ښکاره کړي دي، راتلونکي حکومت او پالیسي جوړوونکو ادارو ته په کار ده چې په هغو غور وکړي.

د عمرانیاتو ماهر، پروفېسر ډاکټر زکریا ذاکر وایي چې ځوان کهول د بې روزګارۍ ختمول او په تعلیمي سهولیاتو کې اضافه راوستل هم په اهمو ترجیحاتو کې راوستلي او د دې نه معلومیږي چې ځوانان غواړي پاکستان یو ترقي یافته ملک جوړ شي.

ډاکټر ذاکر د وایس آف امریکا سره په خبرو کې وویل چې که ځوانانو ته د باعزته روزګار په ذریعې سره ټولنه کې ځای نه پیدا کیږي، نو بیا د هغوی د مایوسۍ زیاتېدل یوه فطري خبره ده.

د دې پروفېسر په قول، د تعلیم فراهم کول هم په بنیادي سهولیاتو کې شامل کیږي، مګر ځوانانو ته که د غریبۍ او بې روزګارۍ د وجې خوراک یا کور میسر نه وي، نو بیا هغوی خپله ګزاره څنګه وکړي.

پروفیسر زکریا ذاکر وایي چې چارواکو ته په کار ده په دې سروې غور وکړي او خپل ترجیحات وټاکي چې دې سره د ځوانانو تحفظات لېری کړای شي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG