لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نوي حکومت په جوړښت د مسلم لیګ(ن) اؤ پیپلز ګوند پینځمه غونډه هم بې نتیجې پای ته رسېدلې


فائل تصویر
فائل تصویر

پاکستان کې د حکومت جوړولو په معامله د دوؤ سترو سیاسي ګوندونو پاکستان مسلم لیګ(ن) اؤ پاکستان پیپلز پارټۍ پینځمه غونډه هم پرته له کومې نتیجې پائ ته رسېدلې ده اؤ د نوي حکومت په جوړولو هیڅ پرمختګ مخې ته نه دی راغلی.

د پاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د دواړو ګوندونو د رابطه کمیټیو د مشرانو غونډه کې د ګډ حکومت جوړولو په چارو خبرې اترې شوې دي خو دواړه خواوې د ګډ حکومت په جوړښت یا څرنګوالي اتفاق ته نه دي رسېدلي.

وتلی پاکستانی خبریال منصور علي خان وایي پیپلز ګوند د ګډ حکومت برخې جوړېدو لپاره مسلم لیګ(ن) ته ۲۶ غوښتنې مخې ته اېښودي دي.

پخپل ویلاګ کې منصور علي خان دغو مذاکراتو نه د باخبره سرچینو له خولې ویلي چې پیپلز پارټي په راتلونکي حکومت کې د مسلم لیګ(ن) نه د هیواد د صدر، د قامي اسمبلۍ د اسپیکر، د سینیټ د چیرمین اؤ څلورو واړو صوبو د ګورنرانو عهدي غواړي اؤ د دې ترڅنګ یې دا غوښتنه هم کړې ده چې بیورو کریسي کې به هم د دوی په خوښه ټاکنې کیږي.

منصور علي خان وایي چې د مسلم لیګ مشرانو د دغو غوښتنو په اوریدو سره پیپلز ګوند ته ځواب ورکړی دی چې که هغوی دغه ټولې عهدې غواړي نو بیا باید پاکستان تحریک انصاف سره ګډ حکومت جوړ کړي اؤ دوی (مسلم لیګ) اماده دي چې په مرکز کې په اپوزیشن کې کښیني اؤ یوازې په پنجاب کې خپل حکومت جوړ کړي.

د پاکستان ایکسپریس رسنۍ ویلي د ګل یا دوشنبې په ورځ ترسره شوؤ مذاکراتو کې د نوي حکومت په څرنګوالي تر دریوؤ ساعتو اوږده بحثونه وشول خو دواړو لوریو یو بل قانع نه کړل شول اؤ بیا چې خبرې اترې د لږ ساعت لپاره وځنډول شوې نو د پیپلز ګوند د مذاکراتي کمیټۍ غړي سر دوباره مذاکراتو ته راستانه نه شول.

دا د پیپلز پارټۍ اؤ مسلم لیګ(ن) ترمنځ د حکومت سازۍ په معامله پینځمه غونډه وه چې بې نتیجې پائ ته رسېدلې ده اؤ ټاکل شوې ده نن د نهې - سه شنبې په ورځ به دواړه خواوې یو ځل بیا خپلو کې مذاکراتو ته کښیني.

له غونډې وروسته د مسلم لیګ(ن) ګوند یو مرکزي مشر ښاغلي اعظم نذیر تارړ خبریالانو ته ویلي چې د دواړو ګوندونو ترمنځ خبرې په مثبت ډول پرمخ روانې دي اؤ سبا(نن) به یو وارې بیا مذاکرات کیږي.

هغه ویلي چې په مرکزي کابینه کې د پیپلز ګوند د ګډون په اړه ځېنې شیان له مخکې ټاکل شوي دي اؤ هیله کېدای شي چې مذاکرات به ښه نتیجه ورکړي.

د پاکستان پیپلز پارټۍ وتلي مشر قمرزمان کایره بیا ویلي دي چې د هغوي ګوند په مرکزي کابینه کې وزارتونه نه اخلي اؤ نه هم د مذاکراتي کمیټۍ په ایجنډا کې کله دا خبره شامله وه چې ګنې دوي به د کابېنې برخه جوړیږي.

د جیو ټي وي یو پروګرام کې د خبرو په مهال ښاغلي کایره ویلي چې نوی وزیراعظم به تر دویم مارچ غوره کړل شي اؤ تر هغوی دوی خپلو کې نورې معاملې راټولوي چې وروسته ورته بیا څه ستونزه سر راپورته نه کړي.

په اتمه فرورۍ پاکستان کې شوؤ پارلیماني ټاکنو کې یو ګوند هم دومره اکثریت نه دی ترلاسه کړی چې په مرکز کې په یوازې ځان حکومت جوړ کړي اؤ د اتحادي حکومت جوړولو په چارو کې هم دغه سیاسي ګوندونه خپلو کې د اختلافاتو ښکار دي.

اوړمه ورځ د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر بیرسټر ګوهر هم اعلان کړی ؤ چې د هغوي ګوند به مرکز اؤ صوبو کې خپل حکومتونه جوړوي خو څېړونکي وایي چې تر څو پي ټي آی د کوند بل ستر ګوند سره ایتلاف نه وي کړی نو په مرکز کې د حکومت جوړولو لپاره اړینې شمیرې یا غړي نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې په اتمه فرورۍ شوؤ انتخاباتو کې زیاتره سیاسي ګوندونو د درغلۍ تورونه لګولي‌ اؤ دریځ یې خپل کړی دی چې د انتخاباتو نتیجې بدلې کړل شوې دي.

د هیواد بیلابیلو برخو کې انتخاباتو کې د درغلۍ د تورونو په سر د احتجاجونو لړۍ هم روانه ده خو دپاکستان الیکشن کمیشن اؤ نګران حکومت دعوه کوي چې انتخابات په صفا سوتره ډول ترسره شوي اؤ هیڅ ټګي په کې نه ده شوې.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG