19:04
9.6.2024
د پاکستان او هندوستان تر منځه د ټي - ۲۰ نړیوال جام تر اوسه ۷ لوبې شوي چې پکې ۵ هندوستان ګټلي، ۱ پاکستان ګټلې او یوه لوبه بې نتېجې پاتې شوې.
په روان نړیوال جام کې هندوستان خپله لومړۍ لوبه ګټلې د اېیرلېنډ نه په ۸ وکټو ګتلې ده. خو پاکستان بیا خپله لومړۍ لوبه په سپر اوور کې د امریکا نه باېللې.
د هندوستان لوبډلې په خپلو تیرو پینځه ټي ۲۰ لوبو کې ۴ ګټلي او یوه بې نتېجې پاتې شوې.
د پاکستان لوبډلې په خپلو تیرو پینځو ټي-۲۰ لوبو کې ۳ باېللي، دوه لوبې د باران د لاسه نه دي شوي.