د هندوستان اوپنر او کېپتان روهت شرما هم اوټ شو. روهت شرما د شاهین اپریدي د دویم اوور په څلورم بال د یو لوې شاټ وهلو کوشش وکړو او په باونډرۍ باندې محمد حارث کیچ کړو. د هندوستان په ۲۰ منډو دوه لوبغاړي وسوځیدل.
د هندوستان لوبډلې په لومړي پینځه اورونو کې د لوبغاړو په سوځیدو منډې جوړې کړې. اشر پټیل په ۱۴ او رېشاب پنټ په ۴ منډو ولاړ دی.
شاهین اپریدي په دریو اورونو کې۲۳ منډې ورکړې او یو وکت یې اخستی. نسیم شاه په یو اوور کې ۱۱ رنز ورکړي او یو وکټ یې اخستی.
روهت شرما او ویراټ کوهلي اوټ شوي.
نیویارک ښار د امریکې کاروبایي زړه ګڼل کيږي، دا ښار پہ امریکہ کې بوسټن، لاس اینجلیس او شکاګو سرہ سره د هغو ښارونو پہ نوملړ کې دی چې د لوبو د پارہ مشھور دی.
د نیویارک پہ بارہ کې د انګریزي یو متل بالکل رشتیا دی چې وايي، New York City never sleeps and always plays یعنې نیویارک ښار هیڅکله نه ویده کیږي او تل لوبې کوي.
د هند او پاکستان د دلچسپې کرکټ سيالۍ تیارۍ مکملې، د 78 ميلين ډالر کاروباري ګټو هیلې دي
د پاکستان او هندوستان تر منځه کرکټ لوبه شپږ اوورونه وشول. پاور پلی یا په لومړي شپږو اورونو کې د هندوستان لوبډلې ۵۰ منډې جوړي کړي او ۲ لوبغاړي یې سوځیدلي. دا مهال اشر پټیل او ریشاب پنټ په مېدان ولاړ دي. دواړه ۱۵، ۱۵ منډې جوړي کړي.