لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د دوحې ناسته ختمه شوه، د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل لا هم لېرې ښکاري


په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په باب درېیمه ناسته د ګل/دوشنبې په ورځ پای ته ورسېده چې نه په کې طالبانو د کومو اصلاحاتو په باب څه وعده وکړه او نه هم نړېوالې برادرۍ طالبانو ته څه مراعاتونه ومنل.

په دې ناسته کې د څو نړېوالو ادارو استازو او همدا راز د افغانستان دپاره د څه باندې شلو ملکونو ځانګړو استازو، دوه ورځې د قطر په پایتخت دوحه کې سره وکتل او د افغانستان د حالاتو په باب یې خبرې وکړې.

د امن جوړولو او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې روزمري ډي کارلو چې د دې ناستې مشري یې کوله، صحافیانو ته وویل چې دا خبرې "تعمیراتي" او "مفیدې" وې.

د دوحې د ناستې وروستو، ډي کارلو په یو خبري کنفرانس کې وویل: "دا اول ځل دی چې د نړېوالې برادرۍ یوې غټې برخې او موجوده واکمنو [طالبانو] د دغسې تفصیلي مذاکراتو د ترسره کولو موقع پیدا کړې ده. دا مذاکرات بې تکلفانه، او زما په باور، مفید و."

د دوحې د ناستو لړۍ، یو کال وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتېرش پیل کړه.

د دوحې په دې وروستۍ درېیمه ناسته کې برخه والو اتفاق وکړ چې د خبرو سلسله به جاري ساتي، خو د ګوتېرش نایب، ډي کارلو څرګنده کړه چې تر څو طالبان د ښځو جېنکو په تعلیم او عامه ژوند کې هغوی باندې لګول شوې پابندۍ ختمې نکړي، په کابل کې د طالبانو جوړه شوې اداره به په رسمیت ونه پېژندلی شي.

د دوحې د ناستې ترڅنګ، د طالبانو استازو د افغانستان دپاره د روس د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره هم ملاقات وکړ
د دوحې د ناستې ترڅنګ، د طالبانو استازو د افغانستان دپاره د روس د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره هم ملاقات وکړ

انفرادي فیصلې

د ملګرو ملتونو چارواکې وویل چې، "که چېرته افغانستان د خپلې نیمې آبادۍ (ښځو) له ونډې اخېستو او قوت نه محرومه پاته شي، نړېوالې ټولنې ته نشي راستنېدلی او پوره اقتصادي او ټولنیزه ترقي نشي درلودلی." هغې زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو تنظیم د طالبانو د واکمنۍ په رسمیت پېژندلو ندی مجبوره، بلکې دا کار د ملکونو په انفرادي فیصلو پورې اړه لري.

که څه هم اوس مهال د نړۍ شپاړس (۱۶) ملکونه په افغانستان کې سفارتونه لري، خو نړېوالې ټولنې تر دې دمه د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو نه ډډه کړې ده، او اهم دلیل یې هم دا دی چې د طالبانو حکومت ټولشموله ندی او طالبانو په افغانستان کې د ښځو جېنکو حقونه محدوده کړي دي.

که څه هم د ښځو حقونه د دوحې ناستې په اېجنډا کې شامل نه و، خو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې روزمري ډي کارلو وویل چې د ناستې برخه والو پخپلو بحثونو کې دا مسئله راپورته کړه او په دې ضرورت یې ټینګار وکړ چې افغانستان کې دې یو ټولشموله حکومت جوړ کړی شي.

په دې دوه ورځو خبرو اترو کې، ډېره توجو په افغانستان کې د خصوصي کاروبار سېکټر ته وده ورکولو او د مخدره موادو په ضد د لاس ته راغلو کامیابیو په ساتنه کې د طالبانو سره مرستې کولو ته وه.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد چې د دوحې په ناسته کې یې د طالب ډلې مشري کوله، د ناستې نه پس په اېکس پلېټفارم (پخواني ټوېټر) باندې ولیکل چې "د افغانستان پیغامونه ټولو ګډونوالو هېوادونو ته ورسیدل"، او زیاته یي کړه چې افغانستان د نړېوالو همکارۍ ته ضرورت لري.

یو مغربي سفارتکار چې په دې اړه د وي او اې سره خبرې کولې، وویل چې په غونډه کې د طالبانو د ګډون کوونکې ډلې غړي "ډېر قابل" او د ټېکنیکي اړخه یې پوهه "اثرناکه" وه.

تر دې وړاندې، ذبیح الله مجاهد په اېکس پلېټفارم باندې دعوه کړې وه چې خبرې کامیابه وې.

د مجاهد په پوسټ کې لیکل شوي، " ژمنه وشوه چې له بانکي او اقتصادي لارو څخه باید محدودیتونه لري شي."

داسي حال کي چي د طالبانو په څه باندې سل (۱۰۰) تنه غړو باندې نړېوالې پابندۍ لګېدلي دي، په شمول د مالي پابندیو، خو د افغانستان په بنکونو باندې دغه ډول پابندۍ نشته. ماهرین وایي چې د نړېوال بنکي نظام او د سوېفټ په نوم د مالي لېن دېن له جال سره د افغانستان رابطه نشته، ځکه مغربي بنکونه د افغانستان له بنکونو سره د لېن دېن په باب وېره لري چې هسې نه په دې کار سره د ځان شهرت ته څه نقصان ورسوي او یا مالیاتي خطرو سره مخ شي.

یو مغربي سفارتکار چې د خبرو د څرنګوالي باخبره و، وویل چې په دې ناسته کې د هېڅ کوم ملک لخوا کومه نوې پالیسي وړاندې نه کړی شوه.

د دې ترڅنګ، امریکا د افغانستان د مرکزي بنک نهه نیم (۹.۵) بلینه ډالر خارجي زرمبادله پس د هغه کنګل کړه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې په افغانستان ولقه ولګوله. په کال ۲۰۲۲ کې د بایډن انتظامیې د هغو پیسو نه درې نیم (۳.۵) بلینه ډالر یې په سویټزرلېنډ کې یو ټرسټ اېکاونټ ته انتقالې کړې چې "د افغانانو دپاره فنډ" نومیږي او یو بورډ ورباندې نظر ساتي.

باقي پیسې منجمدې پاته دي. چین، روس، پاکستان او ایران د هغو ملکونو ځیني دي چې غواړي دا پیسې آزادې کړی شي.

"خبره د پوهاوي په اړه وه"

د طالبانو ترجمان او په دې ناسته کې راغلي استازي ذبیح الله مجاهد د ګل/دوشنبې ورځې ناوخته وویل چې طالبان د دوحې ناستې ته په دې طمع نه و راغلي چې څه غټه فیصله دې وشي.

کله چې وي او اې د هغه نه پوښتنه وکړه چې د طالبانو او غرب ترمنځ د اختلافي مسئلو په سر ولې څه پرمختګ ندی شوی، نو مجاهد جواب ورکړ چې "دا [ناسته] د یو بل د نظریاتو د پوهېدو دپاره وه. کامیابي دا ده چې هر ملک غواړي د افغانستان سره مرسته وکړي."

د ملګرو ملتونو په دې فیصلې باندې چې د دوحې په ناسته کې د طالبانو د برخې اخېستو دپاره یې ولې د افغانانو د مدني ټولنې فعالان هغې ناستې ته ونه بلل، د بشري حقونو تنظیمونه نیوکې کوي. روزمري ډی کارلو خبریالانو ته وویل چې دا "یو ډېر سخت، شاید هم ناممکنه انتخاب و."

مېرمن ډی کارلو زیاته کړه: "مونږ یو منډېټ (دنده) لرو چې د خبرو د دې پروسې ملاتړ وکړو. زمونږ باور دا و چې موجوده واکمنان او [د ملکونو] خاص استازي د نېغ په نېغه خبرو دپاره راغونډ کړو. له بده قسمته، موجوده واکمنان (طالبان) به په دې فارمټ کې د افغان مدني ټولنې سره مخامخ ناسته ونکړي."

کله چې د ډي کارلو نه وپوښتل شول چې په آینده کې به خبرو ته د طالبانو د حاضرولو دپاره نړېواله ټولنه هغوی ته څه مراعاتونه ورکړي، مېرمن ډي کارلو وویل چې هغه نه پوهېږي موجوده واکمنان (طالبان) به څه قسمه شرطونه وړاندې کړي.

هغې وویل: "زه په دې اړه څه نشم ویلی. هغه څه چې ویلی شم، دا دي چې هغوی همدا نن دلته ندي راغلي، بلکې [تر دې وړاندې هم] ډېر په تعامل کې ښکېل پاته دي."

لږ تر لږه درې پېژندل شوو افغانو ښځو په دوحه کې د نهې/سې شنبې په ورځ خبرو کې د برخې اخېستو دپاره د ملګرو ملتونو بلنه رد کړې ده.

د ملګرو ملتونو نایبې، ډي کارلو وویل: "زه د هغو د فیصلې احترام کوم. مونږ اوس په یوې داسې پروسې کې ښکېل یو چې دا به یوه ډېره اوږدمهالې پروسه وي. دا په آسانۍ سره مخ ته تلونکې نده. او مونږ به دا کوششونه جاري ساتو چې خپل تر وسعې پورې کار وکړو. مونږ به هرڅوک خوشحاله نشو کړی."

کله چي د ذبیح الله مجاهد نه وپوښتل شول چې آیا طالبان به د آینده خبرو اترو دپاره بیا هم راشي او که نه، هغه وویل، دا به دې پورې اړه ولري چې د خبرو موضوع به څه وي او دا چې څوک به په خبرو کې وي.

د طالبانو استازي او ویاند زیاته کړه: "مونږ به د هرې ناستې په اړه جدا غور کوو. مونږ به یې اېجنډا او اهدافو ته ګورو."

د افغانستان په باب د ملګرو ملتونو په مشرۍ د آینده خبرو اترو دپاره څه نېټه نده ټاکل شوې.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG