لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سېنټکام: عراق او شام کې د داعش د بيا واپسۍ اندېښنه ده


د امریکې د پوځ مرکزي کمانډ (سېنټکام) په منځني ختيځ کې د ترهګرې ډلې داعش په اړه فکرمندي ښکاره کړې او ويلي یې دي، داعش د عراق او شام په ځينو سيمو کې د ګډوډۍ جوړولو هڅې کوي.

د شورو/ چهارشنبې په ورځ سېنټکام ويلي، داعش سږ کال د جنورۍ او جون په مينځنۍ موده کې په دواړو هيوادونو کې د 153 بريدونو دعوه کړې ده.

د سېنټکام ترمخه، د داعش د حملو دا شمېره د کال 2023م د دعوو څخه دوه چنده سېوا ده. ادارې خبر داری ورکړی، د داعش په حملو کې اضافه په ګوته کوي چې داعش په څو کلونو کې د کم شوي خپل توان بيا په ځای کولو هڅه کوي.

د سېنټکام د تازه اندازو څخه څرګنديږي چې د داعش غړي په شام او عراق کې د پولو نه مخکې د حملو د پلان پيل کولو دپاره ځان پوره خوندي او پراعتماده ګڼي.

د سېنټکام د مشر جنرل مايکل اېرک کويلا ترمخه، زمونږ هڅې په ځانګړي ډول د داعش د هغو غړو په نخښه کولو باندې دي چې بهرنۍ کارروايانې کول غواړي.

بې پلوه څيړونکو د سږني کال د پيل راهسې تراوسه پورې په عراق او شام کې د داعش د پينځو پورې نزدې بهرني پلانونه په ګوته کړي دي، او سږ کال دا لومړی ځل نه دی چې امریکايي چارواکي د داعش د هلو ځلو په اړه د اندېښنو څرګندونه کوي.

د اپرېل په میاشت کې هم د سېنټکام چارواکو ويلي وو، په شام او عراق کې د داعش سره په ممکنه توګه نزدې2500 جنګیالي دي او دا شمېره په جنورۍ کې د ورکړل شوو اندازو څخه دوه چنده سېوا ده.

د توندروۍ د مخنيوي غېر دولتي ادارې (سي اې پي) چې په شام کې د داعش د هلوځلو څارنه کوي، د داعش د نور تشدد او نورو هلوځلو خبرداری ورکړی دی.

سي اې پي په خپل مياشتنې رپورټ کې ویلي، د مې په مقابله کې په جون کې د تشدد کچه سېوا شوې ده.

رپورټ کې ويل شوي، د ختيځ حمص په علاقې جوب جراح کې د ځايي قبايلو ضد وحشيانې حملې شوي او په نتيجه کې یې ځايي خلکو د داعش دوه غړي وژلي دي.

خو بیا هم د داعش په هلوځلو کې د شام امنيتي ځواکونه په نخښه دي.

د امریکې حمایت يافته سيريين ډېموکرېټک ځواکونو د سياسي څانګې يو چارواکي په جنورۍ کې امریکا غږ ته ويلي وو، د ځواک په علاقو او بشارالاسد د حکومت لاندې علاقو کې زياته اضافه شوې ده.

سېنټکام ویلي، د روان کال په لومړو شپږو مياشتو کې اېس ډي اېف او عراقي پوځ سره یې نزدې 200 عمليات پيل کړي او د داعش په شا تمبول يې شورو کړي دي.

ويل شوي په دغو عملياتو کې د داعش 44 جنګیالي وژل شوي چې پکې د ترهګرې ډلې اته مشران هم شامل دي او 258 غړي یې نيول شوي دي.

خو د امریکې، شام او عراق د همکارو د کامیابۍ باوجود داسې نخښې موجودې دي چې د داعش د بيا واپسۍ دپاره حالات سازګار دي.

د داعش پرضد د امریکا په 196 کارروايانو کې زياتې 137 په عراق کې شوي چرته چې د څيړونکو په وينا د داعش کمې خطرې موجودې دي.

ویل شوي، د داعش موجوده مشر (امیر) ابو حفص الهاشمي نزدې د يو کال راهسې په خپله څوکۍ په ځای دی او د لسو میاشتو په موده کې یې د خپلو دوه مخکنيو مشرانو څخه محرومه کېد وروسته په ممکنه توګه يو څه ثبات پيدا کړی دی.

د سږني کال په پيل کې د ملګرو ملتونو د غړو هيوادونو په استخباراتي رپورټ کې خبرداری ورکړل شوی وو، داعش د دې نه هم زيات کېدای شي څومره چې د امریکا اندازې دي.

د ملګرو ملتونو په رپورټ کې ويل شوي وو، شام او عراق کې د داعش په ممکنه توګه د 3000 نه تر 5000 پورې جنګيالي موجود دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG