پاکستان کې د موسمياتو محکمې سبا د 14م اګست نه تر 18م اګست پورې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبې او ملک په نورو برخو کې د بارانونو امکان څرګند کړی دی.
د موسمیاتو محکمې ويلي، د 14م نه تر 16م اګست پورې د خېبرپښتونخوا په غرييزو او بلوچستان صوبې په ځينو برخو کې د طوفاني بارانونو ويلي، چې د زورورو بارانونو له امله د غرونو ښوېدو اندېښنه څرګنده کړل شوې، چې ټرېفک اغېزمنولی شي، او مېداني علاقو کې د اوبو ډنډ کېدو ويل شوي دي.
د موسمياتي د محکمې ترمخه، د 14م اګست د شپې نه تر 18م اګست پورې چترال، دیر، سوات، کوهستان، ملاکنډ، باجوړ، شانګله، بټګرام، بونېر، کوهاټ، باجوړ، مومند، خېبر، مانسهره، اېبټ اباد، هري پور، پېښور، صوابۍ، نوښار، مردان، چارسده، هنګو، کورمه، اورکزی، وزيرستان، بنو، لکي مروت او ډېره اسماعيل خان کې د تېزو سیلو سره په دمې دمې سره باران او په دغو ورځو کې په ځينو ځايونو کې د زورور بارانونو امکان دی.
دغه ډول د 15م اګست د شپې نه تر 18م اګست پورې د بلوچستان په خضدار، لسبېله، اواران، قلات، ژوب، بارکهان، موساخېل، مستونګ، سبي، شېراني، کوهلو، بولان، هرنايي، نصير اباد، جعفر اباد، او مکران په ساحلي علاقو کې د تېزو سیلو سره په دمې دمې سره د باران او هم په دغو ورځو کې په ځينو ځايونو کې د زورورو بارانونو هيله ښکاره کړل شوې ده.
په يادو ورځو کې په پنجاب، اسلام اباد او سيند صوبه کې هم د باران کېدو ويل شوي دي.
په اتم اګست پاکستان کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام قامي ادارې (اېن ډي اېم اې) ويلي، په تیرو شپږو اوونيو کې د پشکالي بارانونو او سېلابونو په پېښو کې په ملک کې 154 کسان مړه شوي وو.
او خېبرپښتونخوا کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) وي او اې ډيوه سره شريکو کړو شمېرو کې ويلي وو، د لومړۍ جولايۍ څخه تر پرونه پورې په صوبه کې پشکالي بارانونو او سېلابونو کې 61 کسان مړه او 102 ژوبل شوي وو.
پي ډي اېم اې د باران په ورځو کې زميندارو ته لاروښونه کړې، موسمياتي وړاندوينې ته په کتو دې خپل معمولات ترتيب کړي، سېلګري دې برنو علاقو ته د تګ په وخت د ځايي موسم په حال ځان خبر ساتي، او اړونده ادارو ته د چمتو پاتې کېدو ويل شوي دي.
Forum