لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د پشکال باراني او سېلابي پېښو کې نور 20 تنه مړه شوي، د مړو شمېره 215 ته رسېدلې ده


پاکستان کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (اېن ډي اېم اې) زياته کړې، په مړه شوو کسانو کې 108ماشومان، 757 نارينه او 32 ښځې شامل دی.
پاکستان کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (اېن ډي اېم اې) زياته کړې، په مړه شوو کسانو کې 108ماشومان، 757 نارينه او 32 ښځې شامل دی.

پاکستان کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (اېن ډي اېم اې) پرون په 19م اګست ويلي په تېرو 24 ساعتونو کې په ملک کې د پشکالي باران له امله د چتونو او ودانیو غورځېدو او سېلابي پېښو کې نور 20 تنه مړه شوي دي.

ويل شوي، تازه پېښو کې پنجاب صوبه کې 12، سيند کې پينځه او درې بلوچستان کې مړه شوي او 43 نور ژوبل شوي دي.

خېبرپښتونخوا کې پرون د کومې مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی.

د اېن ډي اېم اې ترمخه په ملک کې د لومړۍ جولايۍ څخه راپدېخوا د بارانونو له امله د کورونو د چتونو او ديوالونو غورځېدو او سېلابي پېښو کې د مړينو شمېره 215 ته رسېدلې ده.

اېن ډی اېم اې د پرون (19م اګست) ماښام پورې د بلوچستان صوبې په ژوب، لورالايي، نصير اباد، سبي، قلات او مکران ډويژن کې او د پنجاب صوبې په ډېره غازي خان، ملتان او بهاولپور کې د سختو بارانونو امکان څرګند کړی وو.

د اېن ډي اېم اې د شمېرو ترمخه د لومړۍ جولايۍ نه تر پرونه پورې په ټول ملک کې 215 تنه د بارانونو په نتيجه کې په بېلابيلو پېښو کې مړه شوي دي.

ويل شوي، پنجاب صوبه کې 86 تنه، خېبرپښتونخوا کې 65، سيند صوبه کې 37 او بلوچستان کې 18 تنه مړه شوي دي.

اېن ډي اېم اې زياته کړې، په مړه شوو کسانو کې 108ماشومان، 757 نارينه او 32 ښځې شامل دی.

خېبرپښتونخوا کې د مرګ ژوبلو شمېرې په صوبه کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) هم شريکې کړي دي.

د اېن ډي اېم اې ترمخه په ياده موده کې 2293 کورونه هم اغېزمن شوي، او 352 څاروي مړه شوي دي.

ويل شوي، بلوچستان صوبه کې 43 کلوميټره سړک هم اوبو وړلی دی.

پي ډي اېم اې پرون ويلي، راتلونکو 24 ساعتونو کې د صوبې په برنو غرييزو او مېداني علاقو کې ځای په ځای د پړق پړوق سره او تېزو سيلو سره د باران امکان دی.

پاکستان کې د پشکال موده د جولايۍ نه تر ستمبر پورې وي.

پوهان وايي، پاکستان کې په وروستيو کلونو کې د بارانونو تېزوالی او سېوا والی د موسمي بدلون اثرات دي، په کال 2022م د بارانونو له امله د ملک درېمه برخه اوبو کې ګېره شوې، 1739 کسان پکې مړه شوي او د 30 اربه ډالرو تاوان یې اړولی وو.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG