لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټولټاکنو لپاره دامن وضعيت ښۀ دى: حامد نواز


دپاکستان دکورنيو چارو موقتي وزيرليفټننټ جنرل(ر) حامد نواز ويلي دي ټولټاکنو لپاره هيواد کې دامن وامان وضعيت ښۀ دى. اؤ دسوات په څير سيمو کې به هم ټولټاکنې کيږي.
اسلام اباد کې دشکرپړيا سره نزدې دجوړيدونکي پريډميدان څخه دليدنې په محال ژورنالستانو سره دخبرو په وخت دکورنيو چارو وزير وويل سوات کې دامنيت وضعه په ښۀ کيدو ده اؤټولټاکنو ته خلکو ځانونه کانديد کړي دي.
دټولټاکنوهلوځلوکې دځانمرګي بريدونو دګواښ په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي نواز وويل دداسې رقم بريدونو مخه نيول يو مشکل کار دى.
حامد نواز زياته کړه کۀ چرې سياسي ګوندونه اؤ ولس بيدار ووسي نو دا ګواښونه کميدى شي. دکورنيو چارو وزير وويل دولت دامنيت دټينګښت لپاره کوټلي ګامونه اخستي دي.اوهڅه به کولى شي دټولټاکنو په محال دهررقم بدو پيښو مخه ونيول شي.
ديادونې وړ ده چې په پاکستان کې دعامو ټولټاکنو دورځو رانزدې کيدو سره سم دپاکستان په مختلفو سيمو کې دامنيتي ځواکونو په ضد دځانمرګي بريدونو لړۍ يو ځل بيا پياوړې شوې ده. او په تيره يوه اوونۍ کې په دغه هيواد کې په امنيتي ځواکونو ٧ ځانمرګي بريدونه ترسره شوي دي چې پکې ګڼ شمير پوځيان مړۀ او ژوبل شوي دي..

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG