لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : دامن لوظنامو سره به  دتندلاريتوب دله مينځه وړلو کې مرسته وشي


دپاکستان ددفاع وزير چوهدري احمدمختار ويلي دامن لوظنامو سره به قبائيلي سيمو کې دتندلاريتوب د مينځه وړلو کې مرسته وشي.
ښاغلي مختار دپاکستان په سفر راغلي دبرتانيې ددفاع وزير ايس براؤن سره لیدلو وروسته زیاته کړه قبائيلي سيمو کې داقتصادي پرمختيا له لارې بې روزګاري اؤ ګراني ختمول دحکومت تګلاره ده، چې دغه شان ددغه ځايې اوسيدونکي دژوند مثبت طرز خپل کړي.
ښاغلي مختار خپل برتانوي سيال دترهګرۍ په ضد روان جنګ اؤ دقبائيلي سيمود حال احوال څخه هم خبر کړو اؤ وې ويل چې دترهه ګرۍ په ضد جنګ کې د وسيع البنياده کاميابۍ لپاره ضروري ده چې ټولې ډلې پر شريکه کار وکړي.
دبرتانيې ددفاع وزير ايس براؤن ، دګډو ځواکونو دکميټې مشر جنرال طارق مجيد اؤ دپاکستاني پوځونو دسرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني سره بيلا بيلې ليدنې کړي دي.
د دغو ليدنو پر مهال سيمه کې دامنيتي وضعيت په ګډون پر پيشه وارانه چارو خبرې اترې وشوې اؤ پاک برطانيه دفاعي مرستو ته پر ودې ورکولو اتفاق وشو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG