لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات : نښتو کې نور١٠ کسان وژل شوي دي


دصوبه سرحد په ناقراره سيمه سوات کې دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو په ضد روانو عملياتو کې دچټکتيا راتللو څخه وروسته نن دگل په ورځ هم اته کسان په نښتو کې وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې دسوات په چارباغ، اله اباد اؤ کوزه بانډۍ سيمو کې دامنيتي ځواکونو لخوا دهيلي کاپټرو له لارې بمباري دوام لري اؤ په دغه بمبارۍ کې يو شمير کسان وژل شوي اؤ گڼ نور ژوبل شوي دي.
دسيمې څخه پوځيانو ته نزدې سرچينو ډيوه راډيو ته وويل نن دچارباغ څخه پنځه، دبره بانډۍ څخه ٢ اؤ دپيپل چوک څخه ١ مړى ترلاسه شوي دي.
همدغه راز نن په دريمه ورځ هم دچارباغ،اله اباد، اؤ کوزې بانډۍ څخه داولسي خلکو نقل مکانۍ دوام ولرلو اؤ گڼ کسان خوندي سيمو ته دسرپناه وړلوپه هڅه کې وؤ.
دفضاء گټ په مقام دکډه کوونکو خلکو په لاره کې يو بم هم دنامعلومو خلکو لخوا ايښودل شوى ؤ چې امنيتي ځواکونو له ليدلو وروسته خنثي کړو.
ددغه بم دخنثي کلو په مهال ځينو دوکانونو ته زيان هم اوړيدلى دى.
اخوا په فضاء گټ کې نن دگل په ورځ د٢ؤ کسانو مړي موندل شوي چې ديو تن نوم شمشير اؤ دبل نوم شهنشاه معلوم شوي دي.
بل لوري ته دپاکستان قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان په خمرنگ سيمه کې دامنيتي ځواکونو کاروان ته نزدې بمي چاؤدنه شوې ده چې له امله يې يو عسکر مړ اؤ٤ ژوبل شوي دي.
همدغه رازپه شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دميرانشاه سيمې سول کالونۍ کې دمليشه ځواکونو پوستې اؤ روغتون سره نزدې دوه گولې داغل شوي خو کومه ځاني مرگ ژوبله يې نۀ ده اړولې.
سرچينې وايي دشمالي اؤجنوبي وزيرستان په بيلا بيلو سيمو کې ٤ؤ امريکايي جاسوسي الوتکو بيگاه ټوله شپه الوتنې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG