لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ماسکو کې برید کونکې ٫٫داعش خراسان٬٬ ډله څوک ده؟


په کال ۲۰۱۹م کې خپور شوي دغه عکس کې په افغانستان کې د داعش خراسان جنګیالي د خودسره اسلامي ریاست یا داعش ګوند د مشر بیعت کوي.
په کال ۲۰۱۹م کې خپور شوي دغه عکس کې په افغانستان کې د داعش خراسان جنګیالي د خودسره اسلامي ریاست یا داعش ګوند د مشر بیعت کوي.

امریکا د جمعې په ورځ په ماسکو کې شوي خونړي برید ذمه واره د داعش دلې څانګه داعش خراسان (ايي اېس خراسان) ګرځولې. د موسیقۍ په یوه دستوره شوي دغه برید کې د ۱۳۰ نه زیات کسان وژل شوي او د ۱۰۰ نه زیات نور ژوبل شوي دي.

د امریکا خارجه وزارت یو چارواکي وي او ای ته پخلی کړی، د امریکا لخوا راغونډو شوو استخباراتي معلوماتو تر مخه داعش خراسان ډلې د روس په سرښار ماسکو کې د ٫٫نژدې٬٬ برید پلانونه جوړول. د یادو معلوماتو په اساس بیا په ماسکو کې د امریکا سفارت یو خبرداری هم خپور کړی وو.

دغه چارواکي زیاته کړې چې د جمعې د ورځ خونړی برید هم د دغه سازش نتیجه وه.

تر اوسه د دغه برید ذمه واري د داعش وسله والې ډلې لخوا په خپلو خبري او ټولنیزو رسنیو منل شوې او یواځې په یو بیان کې ویل شوي چې دغه برید په روس کې د داعش شبکې ترسره کړی.

خو امریکايي او غربي چاروړاکو د وړاندې نه دا خبرداری ورکړی وو چې د داعش خراسان ډله د افغانستان د پولو نه بهر د بریدونو اراده لري.

د امریکا د کورني امنیت یا هوم لېنډ سېکورټي سېکتر اېلیجنډرو مایورکاس په تیر اکتوبر میاشت کې خبرداری ورکړی وو چې ٫٫ ايي اېس ايي اېس خراسان ډله په انګریزۍ ژبه کې د خپلو مطبوعاتي څانګو د لارې غربي اوریدونکو ته خپل مقامی شکایتونه رسوي او په بهر هیوادونو کې د عملیاتو ترسره کولو ارادې ته یې دوام ورکړی.٬٬

ايي اېس ايي اېس خراسان د داعش خراسان لپاره کاریدونکی یوه بله نامه ده.

تیرکال د می په میاشت کې د امریکا د استخباراتو ډاېرېکټر امریکايي قانون دانانو ته ویلي وو چې داعش خراسان ٫٫ بهر د بریدونو ارادې لري.٬٬ ځینو استخباراتي چارواکو بیا د یو کال دننه د بریدونو خبرداری هم ورکړی وو.

تیر کال په جنورۍ کې د ایران په کرمان کې شوي خونړي برید تور هم امریکايي چارواکو په یادې ډلې لګولی وو. په دغه برید کې دوه بمي چاودنې شوې وې چې پکې نژدې ۱۰۰ تنه وژل شوي وو.

د ترهګرۍ د پېښو د معلوماتو څیړونکی ماېکل اېس سمت دویم وايي ٫٫ پرته له دې چې دا برید په افغانستان کې فعاله د داعش څانګې کړی او یا یې پلان کړی، دا برید څرګندوي چې داعش لا هم د نړۍ لپاره یو ممکنه خطر دی.٬٬

داعش خراسان کله او څنګه جوړه شوه؟

د خودسره اسلامي ریاست یا داعش تر ټولو خونړۍ او زیاته فعاله سیمه ایزه ډله داعش خراسان په کال ۲۰۱۴م کې په افغانستان کې راڅرګنده شوه او د سیمې لپاره کاریدونکي پخوانۍ نامې/ اصطلاح ٫٫خراسان٬٬ په مناسبت ونومول شوه.

د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د داعش خراسان ډلې یو تربیتي مرکز عکس چې په کال ۲۰۱۸م کې اخستل شوی.
د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د داعش خراسان ډلې یو تربیتي مرکز عکس چې په کال ۲۰۱۸م کې اخستل شوی.

خراسان سیمه د افغانستان، ترکمانستان او ایران ځینو برخو ته ویل کیدله.

داعش خراسان ډله د پاکستاني طالبانو نه ناراضه / جدا شوي غړو، د ازبکستان اسلامي مومنټ او نورو هغه ډلو په ګډه جوړه کړه چا چې د داعش ډلې سره بیعت کړی. د ډلې غړي په کال ۲۰۱۸م کې تر ټولو زیاتې کچې ته رسیدلي وو او بیا د امریکا او طالبانو لخوا د ډلې د منځه وړلو د هڅو وروسته یې شمېره کمه شوې ده.

امریکا چارواکو په تیرو وختونو کې د داعش خراسان د غړو شمېره په سلګونو کې ښودلې وه. خو د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو لخوا خپرو شوو استخباراتي معلوماتو تر مخه دغه شمېره زیاته کیداې شي.

یواځې د افغانستان په کنړ او ننګرها صوبو کې د دغې ډلې د ۱۵۰۰ نه تر ۲۲۰۰ پورې جنګیالي دي.

سیمه ایزو څیړونکو خبرداری ورکړی چې یادې ډلې اوس د افغانستان نه بهر په خاصه توګه قزاقستان، کرغزستان او د تاجکستان په ځینو برخو کې د خپلو فعالیتونو سېوا کولو هڅې زیاتې کړي.

د داعش خراسان لخوا زیاتیدونکی خطر:

د امریکا خارجه دفتر کې د داعش پرضد جوړ نړیوال ایتلاف ناېب سلاحکار اېین مک کېری د زیارت/ پنجشنبې په ورځ د واشنګټن یوې څیړنیزې ادارې ته په وینا کې ویلي ٫٫ زمونږ د داعش لخوا موجود خطرو او ګواښ ته پام دی.٬٬

نوموړي زیاته کړې ٫٫ مونږ د داعش د نور څانګو جوړیدل وینو او د افغانستان دننه داعش خراسان ډله ،چې اوس یو بهرنی خطر هم دی، چې نه یواځې سکولونه/ مکتبونه الوځوي، هسپتالونه او د زیږون مرکزونه هم په نخښه کوي، دوي ماشومان او ښځې هم وژني.٬٬

نوموړي زیاته کړې چې دغه ډله د افغانستان نه بهر هم خپل وحشت خورول غواړي او دوي یو مردار/ ناپاک فکر لري.

امریکايي چارواکو په کال ۲۰۲۲م کې د داعش خراسان دلې لخوا خوریدونکي خطر په اړه اندېښنې څرګند کړې وې. ډلې د جوړیدو راپه دیخوا په افغانستان کې دننه او بهر یو شمېر خونړي بریدونه کړي.

په کال ۲۰۲۱م کې یادې ډلې د کابل په نړیوال هوايي ډګر یو برید کړی وو چې د ۱۳ امریکايي عسکرو په ګډون پکې ۱۷۰ افغانان وژل شوي وو. دغه برید د افغانستان نه د امریکايي عسکرو د وتلو په مهال شوی وو.

د افغان طالبانو سره تړون:

داعش خراسان ډله د افغان طالبانو سره د پام وړ اختلافونه لري او ډله ګڼي چې دوي (طالبانو) جهاد پرېښودی. داعش خراسان په افغانستان واکمنو طالبانو لپاره یو ګواښ هم دی.

په کال ۲۰۲۲م کې د داعش خراسان دلې لخوا په کابل کې په یو هوټل د برید عکس.
په کال ۲۰۲۲م کې د داعش خراسان دلې لخوا په کابل کې په یو هوټل د برید عکس.

د روس سرښار ماسکو کې د داعش خراسان دا تازه برید د روس پرضد د ډلې کوم لومړی برید نه دی. په کال ۲۰۲۲م کې د ډلې وسله والو په کابل کې د روس په سفارتخانه شوي ځانمرګي برید پړه هم په غاړه اخستې وه.

څیړونکي د ځینو مطبوعاتي رپورټونو په اساس دا ګڼي چې داعش خراسان ډله د روس حکومت لخوا په افغانستان، چیچنیا، شام او نورو هیوادونو کې په مسلمانانو د ظلم په سر په روس بریدونه کوي.

د جمعې په ورځ په ماسکو کې شوي خونړي برید وروسته روسي چارواکو ۱۱ کسان نیولي. د مطبوعاتي رپورټونو تر مخه په نیول شوي کسانو کې څلور هغه شکمن کسان هم دي چې په دغه برید کې نیغ په نیغه لاس لرلو.

د وي او ای لاېن سکاټ په دې خبر جوړولو کې مرسته کړی او ځیني معلومات یې د راېټرز خبري ادارې نه اخستل شوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG