چارواکي وایي د پښتونخوا قبایلي سیمه خېبر کې د نامعلومو وسله والو په هدفي برید کې یو پولیس عسکر وژل شوی دی.
د خېبر د پولیسو مشر یا ډي پي او سلیم کلاچي رسنیو ته ویلي دا پېښه د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د باړې د قمبر خیل سیمې د کلیم سټاپ تر څنګ رامنځته شوې ده.
هغه ویلي دغلته نامعلومو وسله والو په اسرار احمد نومې یو پولیس عسکر ډزې کړي اؤ هغه یې وژلی دی.
د پولیسو مشر ویلي له پېښې وروسته وسله وال تښتېدلي خو پولیسو د هغوي لټون اؤ د پېښې پلټنې پیل کړې دي.
د خېبر پولیس وایي وژل شوی عسکر په رخصتۍ کور ته راغلی ؤ اؤ د کور سره نزدې پرې وسله والو ډزې کړې دي.
دا په روانه میاشت کې خېبر قبایلي سیمه کې په پولیسو دوهم برید دی چې مرګ ژوبله پکې اوښتې ده .
تر دې وړاندې د روانې میاشتې په وړومبۍ نیټه هم د خېبر په تخته بیګ پولیس چوکۍ د شپې په مهال د درنو وسله برید کړی ؤ چې پکې یو د پولیس اؤ بل د ایف سي عسکر وژل شوی ؤ.
د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې(سي ټي ډي) شمېرې ښیي د روان کال په اوږدو کې په پښتونخوا صوبه کې تر اوسه په امنیتي ځواکونو 284 ترهګریز بریدونه شوي اؤ په دې حملو کې 118 پولیس عسکر اؤ افسران وژل شوي دي.
Forum