لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په اوو ایالتونو کې د حمل ضایع کولو ته رسایي د خلکو په رایو سره منظوره شوه


د امریکې په اوو ایالتونو کې رایه ورکوونکو د حمل ضایع کولو ته د لاسرسي د حق په ملاتړ رایه ورکړې چې ورسره به د دوی د ایالتونو په آیین کې د سقاطِ حمل په ضد قانون کې په بدلون سره د زېږون حقونه خوندي کړل شي.

د نومبر پر پینځمه د امریکې له صدارتي ټاکنو سره یو ځای د دې هېواد په لسو ایالتونو کې د رایې ورکولو پر پاڼه یا بېلټ پېپر باندې ترسره شوې ټولپوښتنه کې اوو ایالتونو د حمل ضایع کولو د بندیز ختمولو غوښتنې ته مثبت جواب ویلی دی.

میزوري، اریزونا، کولراډو، مېریلېنډ، مونټانا، نیوادا او نیویارک هغه اووه ایالتونه دي چې اوسېدونکو یې د سقاطِ حمل د بندیز لرې کولو ته مثبته رایه ورکړه.

خو د فلورېډا، نیبراسکا او ساوت ډیکوټا رایه ورکوونکو د دې بندیز د دوام غوښتنه کړې ده. په دغو درو ایالتونو کې چې د میندو د حمل ضایع کولو د بندیز پلویان دي، د میندوارۍ له شپږمې اوونۍ وروسته به ښځې نه شي کولای چې خپل حمل ضایع کړي.

که څه هم د نیواډا رایه ورکوونکو هم د حمل ضایع کولو په قانون کې د بدلون ملاتړ کړی خو د دې د عملي کېدو لپاره به دوی په 2026م کې بیا د دې حق منظوري ورکوي.

د نیویارک رایه ورکوونکو هم د ایالت په آیین کې د بدلون منظوري ورکړې چې د "جنسيت پېژندنې" او "میندوارۍ د نتیجو" په ګډون د ځینو نورو شیانو په بنیاد د توپیري چلند مخه نیسي، د بدلون ملاتړي وايي دا به د جنس او سقاطِ حمل حقونه نور هم خوندي کړي.

د امریکې سپریم کورټ په 2022م کال کې د هېواد د 1973م کال قانون منسوخ کړ او ورسره د ریپبلکن ګوند تر کنټرول لاندې ایالتونو کې د حمل ضایع کولو هغه حق ختم شو چې له نیمې پیړۍ راهیسې نافذ وو.

میزوري به لومړی ایالت وي چې د رایه ورکوونکو په منظورۍ د میندوارۍ په ټولو مرحلو کې د حمل پر ضایع کولو بندیز پکې منسوخ کړل شي او دا آییني بدلون به قانون جوړوونکو ته یواځې هغه وخت د سقاطِ حمل د محدودولو اجازه ورکړي چې په رحم کې ماشوم جوړ شوی او ژوندی وي.

په میزوري کې د آییني ازادۍ لپاره د کمپېن د یوې ډلې مشرې ریچل سویټ په یوه بیان کې ویلي، "نن، میزوریانو تاریخ جوړ کړ او یو روښانه پیغام یې ورکړ: د سقاطِ حمل، د زېږون مخنیوی او د حمل د زیان د پاملرنې په ګډون د حمل په اړه پریکړې شخصي دي او باید د سیاستوال پر ځای د ناروغانو او د هغوی کورنیو ته پرېښودل شي".

په هغو ایالتونو کې چې د حمل ضایع کېدو د بندیز لرې کولو غوښتنه یې کړې ده، دغه بندیز خپله نه لرې کېږي او نه یې په قانون کې بدلون راځي بلکې د هغوی وکیلان باید له عدالته وغواړي چې دغه قانون له نوي آییني بدلون سره سم منسوخ کړي.

دا مهال د امریکا په 13 ایالتونو کې د میندوارۍ په ټولو مرحلو کې د حمل ضایع کولو بندیز عملي دی، خو وروستۍ شمېرې د سقاطِ حمل په پېښو کې تر پخوا زیاتوالی ښیي.

د سقاطِ حمل د حق پلویان وايي دغه بندیز د ټیټ آمدن لرونکو ښځو او لږکیو لپاره اړوندو روغتیايي خدمتونو او علاج ته لاسرسی محدود کړی دی.

د نومبر د پینځمې په ټاکنو کې په دویم ځل د امریکې ټاکل شوي صدر ډانالډ ټرمپ په دې اړه تازه دریځ نه دی څرګند کړی او په دې اړه د خپل متضاد دریځ له کبله یې پرېکړه ایالتونو ته پرېیښې ده، خو صدر د خپلو صدارتي فرمانونو له لارې د حمل ضایع کولو پر سیاست اغېز کولای شي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 3:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG