لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: برطانوي ځواکونو په افغانستان کې په مشکوکو حالاتو کې خلک وژلي


بي بي سي وايي په هلمند کې د برطانوي عسکرو د عملیاتو په اړه هغه رپورټونه یې لیدلي چې پکې د شپې په وخت د خصوصي ځواکونو د چاپو تفصیلات بیان شوي دي او دا يې موندلي دي چې کله به یو تن ونیول شو او هغه به وسله راوېستله نو هغه به وويشتل او ووژل شو او د دې په شان نور رپورټونه هم وو
بي بي سي وايي په هلمند کې د برطانوي عسکرو د عملیاتو په اړه هغه رپورټونه یې لیدلي چې پکې د شپې په وخت د خصوصي ځواکونو د چاپو تفصیلات بیان شوي دي او دا يې موندلي دي چې کله به یو تن ونیول شو او هغه به وسله راوېستله نو هغه به وويشتل او ووژل شو او د دې په شان نور رپورټونه هم وو

په افغانستان کې د ترهګرو په ضد د عملیاتو په مهال د برطانيي خصوصي ځواکونو په شلګونو کسان په مشکوکو حالاتو کې وژلي دي.

اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي دغه خبره د برطانیي خبري ادارې د نهې، سه شنبې، په ورځ په خپلو تحقیقاتو کې کړې ده.

د رپورټ ترمخه مبینه وژنې لس کاله وړاندې شوي دي.

د ای پي د خبر ترمخه بي بي سي د نویو ترلاسه شویو پوځي معلوماتو په اساس ویلي داسې ممکنه ده چې د برطانوي پوځ د اېس ای اېس نومې څانګې یوې ډلې د ۲۰۱۰ او د ۲۰۱۱ ترمنځ په هلمند ولایت کې ۵۴ کسان په غیرقانوني ډول وژلي.

په رپورټ کې دا الزام هم لګول شوی دی چې د برطانوي پوځ د خصوصي ځواکونو پخواني مشر ته د دغو مبینه وژنو په اړه معلومات وو خو دغ معلومات یې د قتل یوې تحقیقاتي ډلې ته نه وو وړاندې کړي.

د برطانيي د دفاع وزارت وویل د بي بي سي رپورټ په رپورټ کې د داسې ډول الزاماتو په اړه چې په مکمله توګه یې تحقیقات شوي دي غیرضروري نتیجو ته ټوپ وهل شی دی.

وزارت وویل په افغانستان کې د برطانوي پوځ د چلند په اړه دوه ازاد تحقیقات شوي دي خو داسې شواهد پکې نه دي موندل شوي چې په بنیاد یې قانوني ګامونه واخیستل شي. د دې پرته بله خبره کول غیرذمه وارانه او ناسم کار دی چې

امنیتي ځواکونه په میدان کې د خطر سره مخامخ کوي نوم یې بدناموي، وزارت په یو بیان کې وویل.

خو وزارت دا خبره هم وکړه چې که چېرې نوی شهادت نو غور به پرې کوي او په لاره کې به يې څه خنډ نه راولاړوي.

د ای پي د رپورټ ترمخه په امریکې د ناین الېون حملو نه پس برطانوي ځواکونه د نېټو د انتظام دلاندې په افغانستان کې وګمارل شوو او په زرګونو برطانوي ځواکونه په کال ۲۰۰۶ کې د افغانستان هلمند ولایت ته ولېږل شوو چې د ودانۍ منصوبو تحفظ وکړي خو بیا زر برطانوي عسکر په جنګي عملیاتو کې هم بوخت شول.

د ای پي ترمخه د بي بي سي د تحقیقاتو توجه په کال ۲۰۱۰ کې د اېس ای اېس ځواکونو یوې ډلې ته چې د شپږو میاشتو دپاره هلمند ته لېږل شوي وه.

بي بي سي وویل د برطانوي پوځ دغې ډلې د "کېل اور کېپچر" د نیولو یا د وژلو عملیات کول چې هدف یې د طالب کمانډرانو نیول او د هغو بمونو جوړونکو مخنیوی کول وو.

په رپورټ کې وېل شوي چې د ناقصو استخباراتي معلوماتو له امله به په ځینو وختونو کې بې ګناه ملکي کسان هم ونیول شوو.

بي بي سي وايي په هلمند کې د برطانوي عسکرو د عملیاتو په اړه هغه رپورټونه یې لیدلي چې پکې د شپې په وخت د خصوصي ځواکونو د چاپو تفصیلات بیان شوي دي او دا يې موندلي دي چې کله به یو تن ونیول شو او هغه به وسله راوېستله نو هغه به وويشتل او ووژل شو او د دې په شان نور رپورټونه هم وو.

د رپورټ ترمخه مامورینو دا تشویش لرلو چې برطانوي عسکر دومره وسله نه ترلاسه کوي څومره چې کسان وژل کېږي چې دې خبرې ته اشاریه کوي چې اېس ای اېس ځواکونه غیر مسلح خلک ولي.

رپورټ وايي ایمېلونه څرګندوي چې لوړ رتبه چارواکو تشویش لرلو خو خپل شکوک د پوځ پولیس ته په رپورټ کوولو کې ناکامه شوي وو.

د حکومت مخالف د برطانيي پارلېمنټ غړي جان هيلي د بي بي سي د رپورټ موندنې د ژور تشویش وړ بللی او د دفاع وزیر بېن والس نه يې وضاحت غوښتلی.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG