د امریکې صدر جوبایډن د هېواد د سپریم کورټ په دې فېصله تنقید کړی دی چې د صدر خلاف د هغو ګامونو په سر قانوني اقدامات نه شي اخیستل کېدی چې هغه د صدارت په مهال اخیستې وي او په دې لړ کې استثنا لري. سپریم کورټ د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په مقدمه دغه فېصله اورولې ده.
بايډن د ګل، دوشنبې، په ماښام د وایټ هاوس څخه خپل تقریر کې وویل هېڅ څوک عن تر دې چې د امریکې صدر هم د قانون نه بالا نه دی.
بایډن لوظ وکړو چې د صدر د اختیاراتو د حدودو احترام به کوي خو ضروري نه ده چې د امریکې اینده صدران به هم داسې کوي.
هغه وویل د ډانلډ ټرمپ په شمول هر صدر به اوس ازاد وي چې قانون نظر انداز کړي.
سپریم کورټ په خپله فېصله کې وویل که ټرمپ د سرکاري کارونو په سر د قانوني اقداماتو نه استثنا لري خو دا استثنا په غېر سرکاري کارونو کې نه لري. سپریم کورټ دا خبره زېلي عدالتونو ته پرېښوده چې فېصله وکړي چې په کومو موقعو د ټرمپ خلاف قانوني اقدامات اخیستل کېدی شي.
د امریکې د سپریم کورټ د دریو په مقابله کې د شپږو ججانو فېصلې دا خبره قریباً یقیني کړه چې د قانوني اقداماتو نه د ټرمپ د استثنا مقدمه به د سږ کال د نومبر په میاشت کې د صدارتي انتخاب نه مخکې و نه شي.
ټرمپ په صدارتي انتخاب کې د ډېموکرېټېک پارټۍ د موجوده صدر بایډن خلاف د ريپلېکن پارټۍ متوقع امیدوار دی. دواړو پارټیانو خپل خپل صدارتي امیدواران لا په رسمي ډول نه دي نامزد کړي.
ټرمپ د سپریم کورټ په فېصله د خوشحالۍ اظهار وکړو او دا يې د ایين او د جمهوریت فتح وبلله. "فخر کوم چې امریکنی یم."
دا وړمبی ځل دی چې د امریکې سپریم کورټ دا فېصله وکړه چې ایا یو پخوانی صدر د هغه ګامونو په سر په مجرمانه ډول محاکمه کېدلی شي چې د صدارت په مهال يې اخیستي او که ایا هغه د قانوني اقداماتو څخه استثنا لري؟
د ګل، دوشنبې، په ورځ اعلان شوي فېصله کې د سپریم کورټ مشر چیف جسټس جان رابرټس په اکثریتي رای کې ولیکل چې په ایین کې د جدا جدا اختیاراتو په جوړښت کې پخوانی صدر د خپلو اییني اختیاراتو په استعمال کې د مجرمانه الزاماتو په سر د قانوني اقدماتو څخه استثنا لري.
عدالت وویل په شخصي کچه د غېر حکومتي اقداماتو په لړ کې پخوانی صدر د قانوني اقدماتو څخه استثنا نه لري.
د سپریم پینځه نورو زاړه پاله ججانو د جسټس رابرټس سره اتفاق وکړو خو دریو ترقي پسند ججانو د اختلافي رای اظهار وکړو.
په اختلافي رای کې د سپریم کورټ ښځینه ججې جسټس سونیا سوټومایور وویل د نن ورځې د عدالت دا فېصله چې صدران د قانوني اقداماتو څخه استثنا لري د یوې ادارې په توګه د صدارت شکل بدلوي او د ایین د دې بنیادي اصول او د حکومت نظام نه "ټوکه" جوړوي چې یو تن هم د قانون نه بالا نه دی.
د سپریم کورټ د فېصلې بنیاد هغه مقدمه ده چې په کې سرکاري وکیل په ټرمپ الزام لګولی چې د کال ۲۰۲۰ د صدارتي انتخاب نتیجه د بدلولو کوښښ يې کړی دی. ټرمپ دا الزام ردوي او وکیلان يې دریخ لري چې هغه د صدارت په مهال د اخیستل شوو ګامونو په سر د عدالتي اقدماتو یا د محاکمه کېدو څخه استثنا لري.
Forum