لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلینکن به نن د بایډن او نتنیاهو له ملاقات وروسته د اېشیا په سفر ځي


د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن به نن د صدر جوبایډن او د اسرایل د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو تر منځ په سپینه ماڼۍ کې د لوړې کچې تر لیدنې وروسه اېشیا ته روانیږي چې مقصد یې له خپلو سټرېټیجیکو متحدینو سره د اړیکو بیاجوړول دي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مېتیو میلر د چارشنبې- زیارت په ورځ خبریالانو ته وویل، سیکرټري [بلینکن] به د نن شپې پر ځای- لکه څنګه چې په اصل کې پلان شوې وه- د پنجشنبې- زیارت په ورځ اېشیا ته روان شي.

میلر ویلي "هغه کولی شي په واشنګټن کې د صدر بایډن او وزیراعظم نتانیاهو تر منځ ناسته کې ګډون وکړي".

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت هم په یو بیان کې ویلي، بلنیکن به د خپل هغه کار پر اهمیت بیا ټینګار وکړي چې امریکا یې په انډو پېسیفیک سیمه کې له خپلو متحدینو او شریکانو سره د امنیت او سوکالۍ د پرمختګ او د یوې ازادې او خلاصې سیمې د ګډ وژن د اسانتیا لپاره کوي:

"سیکرټري [بلینکن] به د امریکې دوامداره ژمنې په بې مثاله توګه د اړیکو د ژورتیا او پراخولو او د نن ورځې تر ټولو لویو چېلنجونو سره د مقابلې لپاره د دوه اړخیزو قوي اړیکو جوړولو لپاره نور هم ټینګار وکړي".

واشنګټن ویلي چې د منځني ختیځ له شخړې سره سره د انډو پېسیفیک یا د هند او ارام سمندر په سیمه کې له خپلو متحدینو او شریکانو سره اړیکو رغولو ته ژمن دی.

د خارجه وزارت ویاند مېتیو میلر په پرونۍ خبري غونډه کې زیاته کړه، چې دا سیمې ته د اینټني بلینکن اتلسم سفر دی، وایي دا ځل به "هغه لاوس، ویتنام، جاپان، سینګاپور، فیلیپین او منګولیا ته سفر وکړي".

بلینکن به د ویتنام پایتخت هنوی ته له سفر مخکې د جنوب ختیځې اېشیا د هیوادونو د ټولنې (اې ایس اي اې این) له اعلی چارواکو سره د لاوس هېواد په مرکزي ښار ویانټین کې خبرې وکړي.

ټاکل شوې وه چې بلینکن به د ویتنام د واکمن کمیونیسټ ګوند د مشر نګوین فو ټرانګ په جنازه کې ګډون وکړي خو د سفري مهالوېش بدلون یې دا امکان ختم کړی خو بیا به هم هغه ویتنام ته ځي چې هغه ته درناوی وړاندې کړي او له اعلی چارواکو سره وویني.

بلینکن به د امریکې د دفاع له وزیر لویډ آسټن سره په ټوکیو او مانیلا کې له خپلو همکارانو سره د دواړو هېوادونو په امنیتي خبرو اترو کې هم ګډون وکړي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG