د مرکزي اېشیا ملکونه چې د شوروي اتحاد، سویټ یونین، د ماتېدو وروسته په ازادو مملکتونو کې بدل شوي خپل دفاعي اخراجات یې زیات کړي چې چارواکي يۍ سبب په سیمه کې لکه د یوکرېن په شان شخړې بلي خو ماهرین نه ګني چې په پوخي مصرفونو کې اضافه به د سیمې ثبات زیات کړي.
د تېرو دریو لسیزو راهسې د مرکزي اېشیا د وسلې په منډيي د روس غلبه وه خو اوس د نورو ملکونو په شمول ټرکي، چین او امریکا هم دغه بازار ته ور داخل شوي دي.
د سټاک هوم انټرنېشنل پيس ریسرچ انسټېټیوټ ترمخه، تېر کال د قزغستان، قزاقستان او تاجکستان د دفاعي اخراجاتو مالیت یو اشاریه اته بېلین ډالر و. ازبکستان او ترکمسنتان د دفاعي اخراجاتو په اړه معلومات نه څرګندوي نو ځکه يې په دې اړه شمېرې د سېپري په رپورټ کې نه وې شاملې.
د مقامي مطبوعاتو د رپورټونو ترمخه تېر کال قزاقستان په دفاعي اخراجاتو د خپل مجموعي قومي امدن يا جې ډي پي اشاریه پينځه فیصد برخه، قرغستان یو اشاریه پينځه فیصد او تاجکستان یو فیصد برخه په دفاعي اخراجاتو مصرف کړې وه.
چارواکي د یوکرېن جنګ، د ازربایجان او د ارمینیا شخړه، د مرکزي اېشايي ملکونو ترمنځ په سرحدونو لانجې او په افغانستان کې عدم استحکام په منځنۍ اېشیا کې د وسلې د زغل سبب بلي.
د سیمې د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه د کال ۲۰۱۰ او د کال ۲۰۲۴ ترمنځ ایران او ترکي قرغستان، تاجکستان او ازبکستان ته ډرون ورکړي دي. امریکې ازبکستان او تاجکستان ته ټېکیني مرسته او پوځي موټرې ورکړي، چین ازبکستان ته د فضايي دفاع الات ورکړي، قزاقستان او ازبکستان د فرانس او جرمني نه هېلې کاپټرې اخېستي او بېلاروس قرغستان ته د فضايي دفاع الات ورکړي دي.
Forum