د ډېموکرېټېک پارټۍ قانون سازانو، د ریاستونو ګورنرانو او ګوند سره مالي امداد کوونکو د نایب صدرې کاملا هېرېس حمایت اظهار کړی چې هغه دې د سږ کال په صدارتي انتخاب کې د ډېموکرېټېک پارټۍ امیدواره نامزد کړی شي او د ګل، دوشنبې، په ورځ داسې ښکارېده چې د ډېموکرېټېک پارتۍ تحریک د هېرېس ملاتړ کوي.
صدر جوبایډن په غېر متوقعې توګه د اتوار، يکشنبې، په ورځ صدارتي زغل نه د لاس په سر کېدو اعلان کړو.
صدارتي زغل نه د بهر کېدو ترڅنګ بایډن په صدارتي زغل کې د هېرېس حمایت وکړو چې د ريپبلېکن پارټۍ د نامزد امیدوار پخواني صدر ډانلډ ټرمپ سره د سږ کال د نومبر په پينځمه نېټه صدارتي انتخاب کې مقابله وکړي.
د بایډن د اعلان سمدستي وروسته، ۵۹ کلنې هېرېس وویل غواړي چې په صدارتي انتخاب کې د ډېموکرېټېک پارټۍ نامزدګي ترلاسه کړی شي. هغه د کېلېفورنیا ریاست نه د سېڼېت غړې وه چې بایډن په کال ۲۰۲۰ کې د نایب صدارت دپاره غوره کړه.
صدارتي زغل څخه د بایډن د بهر کېدو په اړه هېرېس په یو بیان کې وویل د بایډن اعلان د هغه د ټول ژوند عکاسي کوي چې د امریکې ولس او خپل ملک ته يې د بل هر څه نه زیاته ترجیح ورکړې ده.
هېرېس وویل د ډېموکرېټېک پارټۍ او قوم د یوځای کولو دپاره به د خپل وس هر ممکن کوښښ کوي، صدارتي ووټونو ۱۰۷ ورځې پاتې دي په ځای به جنګېږي او په یو ځای به ګټه ترلاسه کوي.
د ډېموکرېټېک پارټۍ دپاره چنده جمع کونکي اېک بلو نومې پلېټ فارم وویل یوازې د اتوار، يکشنبې، په ورځ يې د هېرېس د صدارتي کېمپېن دپاره ۴۶ اشاریه اووه مېلن ډالر چنده راټوله کړه.
اېسوسي اېشن اف سټېټ ډېموکرېټېک کميټيز په یو بیان کې وویل په ریاستونو کې د ډېموکرېټېک پارټۍ مشرانو لوی اکثریت صدارتي انتخاب دپاره د هېرېس د نامزدګۍ حمایت کوي.
د اتوار، يکشنبې، په ورځ هېرېس سره د ملاتړ په اظهار کوونکو کې د صدر بایډن د کابېنې غړی د ټرانسپورټېشن سېکېټري پيټ بوټېجېج هم شامل دی. هغه وویل هر ممکن کوښښ به کوي چې په صدارتي انتخاب کې هېرېس منتخب شي.
که ډېموکرېټېک پارټي بالاخېر هېرېس د صدارتي انتخاب دپاره نامزد کوي نو هغه به وړمبۍ تورپوستي جنوبي اېشیايي نژاد مېرمن شي چې د امریکې په ۲۴۸ کلن تاریخ کې به دصدارتي انتخاب دپاره نامزد کړی شي.
صدارتي زغل نه د بهر کېدو د هغه د ناڅاپې اعلان نه مخکې به ۸۱ کلن بایډن په ټینګار دا خبرې ردولې چې هغه دې د وایټ هاوس د بیا امیدوارۍ نه دست برداره شي.
بایډن وویل د خپلې فېصلې په اړه به دا هفته قوم ته خطاب کوي.
د بایډن په فېصله خپل رد عمل کې ټرمپ هم په بایډن او هم په هېرېس تنقید وکړو.
ټرمپ وویل بایډن د صدارت دپاره صحت مند نه و او هېڅ کله د دې جوګه نه و چې د صدر په حېث خدمت وکړي.
هغه وویل هېرېس هم د بایډن په شان خرابه ده او سي اېن اېن ټېلې وېژن ته يې وویل د بایډن په مقابل کې به هغې ته ماتی ورکول اسان وي.
پخواني صدر بېل کلېنټن او د هغه مېرمن هېلري کلېنټن چې د پخواني صدر براک اوباما په کابینه کې خارجه وزیره وه، په یو بیان کې يې د هېرېس ملاتړ اعلان وکړو.
بایډن د اوباما د صدارت په داړو دورو کې نایب صدر و. اوباما د بایډن د فېصلې ستاینه او د وطن سره د هغه مینه يې وستایله خو اوباما څه داسې اظهار و نه کړو چې ایا د هېرېس د ممکنه نامزدګۍ حمایت کوي او که نا؟
د بایډن د اعلان نه څو ګنټې وروسته مطبوعاتو د وېسټ ورجینیا سېنېټر جو مېنشن سره د نږدې سرچینو له قوله وویل مېنشن چې دا مهال ازاد دی غور کوي چې بیا په ډېموکرېټېک پارټۍ کې شامل شي او په صدارتي انتخاب کې د پارټۍ ټېکېټ واخلي.
ډېموکرېټېک پارټۍ سره دوه لارې دي چې صدارتي انتخاب دپاره د بایډن په ځای بل امیدوار نامزد کړي.
یوه لاره دا ده چې د اګست د ۱۹ نه تر د ۲۲ نېټې پورې په شيکاګو کې کېدونکي ډېموکرېټېک نېشنل کنوېشن کې د پارټي اسازي د ووټونو دلارې خپل صدارتي امیدوار غوره کړي. امکان دی چې په دې عمل کې به د هېرېس حمایت وشي او په قومي کچه په ټېلې وېژن نشر کېدونکي کنوېنشن په موقع به پارټي د ګوند دننه اختلافاتو نه ډډه وکړی.
د ډېموکرېټېک پارټۍ دپاره خپل صدارتي امیدوار نامزد کولو دپاره بله لاره دا ده چې د هېرېس په شمول ګڼ شمېر امیدواران په ازاد کنوېشن کې ووټونو ته ودرېږي او د ډېموکرېټېک پارټۍ غړي په کې یو امیدار د صدارتي انتخاب دپاره غوره کړي. د ۱۹۶۸ نه وروسته ډېموکرېټېک پارټي دې صورتحال سره نه ده مخامخ شوي. په دغه کال صدر لېنډن جانسن په وېټ نام کې د جنګ په سره په پراخه کچه د تنقید وروسته د صدارتي زغل نه لاس په سر شو.
د ډېموکرېټېک پارټۍ ځینو غړو دا تجویز وړاندې کړی چې پارټي دې زر یوه وړه غونډه وکړي چې هېرېس او که بل څوک خواهشمند نو په ازاده دې په صدارتي زغل کې نامزدګۍ دپاره مقابله وکړي.
بایډن د ګل، دوشنبې، د ورځ دپاره په عامه کچه څه مصروفیات نه درلودل. د وایټ هاوس چارواکو ویلي د دې هفتې دپاره د صدر د مصروفیاتو تفصیل به وروسته وړاندې کوي. توقع ده چې بایډن به د امریکې په دوره د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو سره ملاقات کوي.
Forum