لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اروپايي اتحاد د افغان طالبانو ځینې لوړ رتبه چارواکي د بندیزونو په فهرست کې شامل کړي


اروپايي اتحاد لیکي چې د افغان طالبانو د زدکړو او د انصاف وزیرانو او مشر قاضي په هیواد کې افغان جینکۍ او ښځې د زدکړو نه محرموي،  انصاف نه ورکوي او د برابرۍ په اساس ورسره سمه رويه نه ساتي
اروپايي اتحاد لیکي چې د افغان طالبانو د زدکړو او د انصاف وزیرانو او مشر قاضي په هیواد کې افغان جینکۍ او ښځې د زدکړو نه محرموي،  انصاف نه ورکوي او د برابرۍ په اساس ورسره سمه رويه نه ساتي

اروپايي اتحاد په ۱۸ کسانو او پېنځو ادارو بندیز اعلان کړي چې په کې په جنسي تېریو او د جنس په اساس تشدد کې په مبینه توګه ککړ شپږ تنان هم شامل دي. د شپږو تنانو په دغه فهرست کې د افغان طالبانو د زدکړو او د انصاف وزیران او د مشر قاضي نومونه شامل دي.

د اروپايي هیوادونو اتحاديي په یو بیانیه کې لیکلي چې د بندیزونو په فهرست کې یې شامل کسان په افغانستان، سویلي سوډان، د مرکزي افریقه ریپبلک، اوکرین او روس کې د بشري حقونو سرغړونو سنګین جرمونو ذمه وار دي.

اروپايي اتحاد لیکي چې د افغان طالبانو د زدکړو او د انصاف وزیرانو او مشر قاضي په هیواد کې افغان جینکۍ او ښځې د زدکړو نه محرموي، انصاف نه ورکوي او د برابرۍ په اساس ورسره سمه رويه نه ساتي.

د افغان طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد په ټوېټر خپل ځواب کې ویلي د بندیز لاندې راوستل شویو نومونو په فهرست کې د طالبانو د مشرانو نومونه وراچول به چاته هم کومه ګټه ونه کړي. هغه وویل د بندیزونو پرځاۍ دې طالبانو سره خبرو اترو ته ناسته وشي.

نړیواله ټولنه په طالبانو نېوکي کوي چې په افغانستان د بیا واکمنېدو نه پس يې په ښځو د کار او زدکړو د بندیزونو ترڅنګ ګڼ شمیر محدودیتونه لګولي دي.

د ښځو په اړه د طالبانو د ګامونو په ضد د هیواد دننه او خارج کې مظاهرې شوي او د نړۍ ګڼ شمیر هیوادونو او د بشري حقونو لپاره غږ پورته کونکو ادارو يي مخالفت کړی.

د اروپايي اتحاد د بندیزونو په فهرست کې د روس جمهوریت پلوه د حکومت مخالفه سیاسي مشر او فعال الیکسي نیوالني او ویلاډیمیر کارا مورزه او د دويي د پلویانو زورولو، د مخ په عکس د پیژنګلو ټکنالوجۍ په کارولو د ګرفتاریو او په هیواد کې د بشري حقونو سرغړونو په سر د روس ۱۲ چارواکي او ۵ ادارې شاملې کړی شوي دي.

د بشري حقونو سرغړونو په سر د بندیز لګولو د اروپايي اتحاد دا اداره په کال ۲۰۲۰دسمبر میاشته کې جوړه کړل شوي چې تر اوسه يي ۶۱ تنان او ۲۰ ادارې د بندیز لاندې راوستي.

د بندیز لاندې راوستل شویو د وروستیو تنانو او ادارو په اروپا کې اثاثې منجمید کیږي او د اروپايي هیوادونو شهریان او شرکتونه نه شي کولی چې ورسره کاروباري روابط وساتي. ددې سره سره دغه تنان نه شي کولی چې خارج ته د تګ په وخت کوم اروپايي هیواد کې په هوايي ډګر کې کوز یا پې تېر شي.

یادونه: دا د وي او ای ډیوه خبر دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG