لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کوښښ کوي چې ځان د اېف ای ټي اېف د تور فهرست نه بچ کړي


ای پي وايي په نړیواله کچه ترهگرو بلل شوي د دوو وسله والو ډلو مشران حافظ سعید او مسعود اظهر په پاکستان کې ژوند کوي
ای پي وايي په نړیواله کچه ترهگرو بلل شوي د دوو وسله والو ډلو مشران حافظ سعید او مسعود اظهر په پاکستان کې ژوند کوي

د وسله والو ډلو د مالي سرچینو مخنیوي نړیوالې ادارې فاینېنشل اېکشن ټاسک فورس یا اېف ای ټي ایف غونډه د شورو، چهارشنبې، په ورځ د فرانس سرښار پېرس کې کېدونکي ده او اېسوسي اېټډپرېس خبري اداره وايي د پاکستان کوښښ دی چې ځان د اېف ای ټي اېف د تور فهرست نه بچ کړي.

د اېف ای ټي اېف د ایشیا پېسېفک گروپ چې په پاکستان نظر ساتي د دې میاشت په شروع کې خپل رپورټ وړاندې کړی چې ای پي وايي د پاکستان دپاره څه ډیر حوصله افزا نه و. د ترهگرو د مالي وسیلو او د غیرقانوني پېسو په ضد پاکستان د ۴٠ گامونو د فهرست څخه یوازې یوه ماده عملي کړې ده او٣٩ نورې مادې یې یا خو جزوي توگه عمل کړي او یا یې په مکمله توگه د پامه غورځولې دي.

د اېف ای ټي اېف په تور فهرست کې دا وخت یوازې ایران او شمالي کوریا شامل هېوادونه دي.

ای پي وايي په داسې مهال چې وزیراعظم عمران خان د هیواد خراب اقتصادي صورتحال د ښه کولو او هیواد ته د سرمایه کارۍ راکښ کولو کوښښونه کوي، د اېف ای ټي اېف تور فهرست ته تگ به د پاکستان د هغه کوښښونو دپاره لویه ضربه وي.

ای پي وايي په داسې مهال چې وزیراعظم عمران خان د هیواد خراب اقتصادي صورتحال د ښه کولو او هیواد ته د سرمایه کارۍ راکښ کولو کوښښونه کوي، د اېف ای ټي اېف تور فهرست ته تگ به د پاکستان د هغه کوښښونو دپاره لویه ضربه وي
ای پي وايي په داسې مهال چې وزیراعظم عمران خان د هیواد خراب اقتصادي صورتحال د ښه کولو او هیواد ته د سرمایه کارۍ راکښ کولو کوښښونه کوي، د اېف ای ټي اېف تور فهرست ته تگ به د پاکستان د هغه کوښښونو دپاره لویه ضربه وي

پاکستان د اقتصاد ښه کولو دپاره د نړیوالې مالیاتي ادارې ايي اېم اېف او د سعودي عرب نه د شپږ شپږ شپږ ارب ډالرو امداد اخیستلو کوښښونه کوي خو ای پي وايي که چېرې پاکستان د ایف ای ټي اېف په تور فهرست کې شامل شو نو د هېواد اقتصاد دپاره به د نقصان خبره وي.

په اسلام آباد کې میشته د څیړنې ادارې پاکستان انسټېټیوټ اف پیس عامر رانا ای پي ته وویل په تور فهرست کې شاملېدل به د پاکستان دپاره معمولي خبره نه وي. رپورټ وايي د دې په نتیجه کې به نه یوازې د نړیوالو مالیاتي ادارو سره د پاکستان لېن دېن متاثره شي بلکې د سي پېک دلاندې په منصوبو به هم منفي اثر وشي.

رانا وویل د ترهگرو د مالی سرچینو او د پاکستان په خاوره فعالیت کوونکو وسله والو ډلې خلاف پاکستان په سنجیده ډول اصلاحات نه دي کړي او یو شمېر وسله والې ډلې د پابندۍ وروسته په نویو نومونو بیا فعالې شوي. عامر رانا د صورتحال ذمه وا‏ري په بد انتظامۍ او د پوځ او د استخباراتي ادارو په بیلا بیلو ترجیحاتو اچوی.

عامر رانان وايي د پاکستانامنیتي ادارو لا دا فیصله نه ده کړې چې ایا د وسله والو ډلو سره خپلې رابطې ختمې کړي او که نا اوس یې هم د هندوستان خلاف خپلې اثاثې گڼي؟ هغه وویل په یوه موقع پاکستان د بدو او د بدترینو ډلو ترمنځ فرق کولو او لشکرطیبه په رنگ ډلې یې په بدو او القاعده، تحریک طالبان پاکستان او بلوچستان لېبریشن ارمي یې د خطرناکو ډلو په فهرست کې شاملې کړې وې.

عامر رانا وویل که چېرې د پاکستان امنیتي ادارو د وسله والو ډلې سره خپل روابط شلول غوښتل نو پکار ده چې په دې اړه یې یو پلان څرگند کړی وی چې څه رنگ به وسله وال عادي ژوند کې بیرته شاملوي او د ترهگرو د نیولو او په هغوی د مقدمو څه طریقه کار لري.

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي د جمعې په ورځ په ملتان کې خبریالانو ته وویل چې د اېف ای ټي اېف په غونډه کې شرکت دپاره د پاکستان د اقتصادي چارو وزیر حماد اظهر پېرس ته رسېدلی دی او پاکستان ټېلې وژن ویلي چې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د غونډې نه وړاندې پاکستان خپله مقدمه اېف ای ټي اېف ته د غور دپاره وړاندې کړې ده.

شاه محمود قرېشي په هندوستان الزام ولگولو چې پاکستان د اېف ای ټي اېف په تور فهرست کې د شاملولو دپاره هلې ځلې کوي خو ویې وېل هندوستان به په دغو کوښښونو کې نه کامیابېږي.

پاکستان دا وخت د اېف ای ټي اېف په خړ یا گری فهرست کې دی او د رپورټونو ترمخه، د ترکي او ملېشیا نه یې مرسته غوښتي چې هېواد ته دې مهلت ورکړی شي او د کال ٢٠٢٠ پورې به د اېف ای ټي اېف ټولې مادې عملي کړي.

شاه محمود قرېشي وویل پاکستان د تیرو ١٠ میاشتو راهسې د ترهگرو د مالي وسیلو او غیرقانوني پېسو خلاف گامونه پورته کوي.

پاکستان ٦٦ ډلې ترهگرې او یا د ترهگرو مرسته کونکي بللې دي او ای پي وايي ٧٦٠٠ کسان یې د ترهگرۍ ضد فهرست کې شامل کړې دي چې پکې حافظ سعید هم دی چې په پاکستان کې ژوند کوي او امریکې پرې د ١٠ مېلین ډالرو انعام اعلان کړی دی.

ای پي وايي د جیش محمد ډلې مشر هم په پاکستان کې ژوند کوي. دغې ډلې د سږ کال د فېبرورۍ په میاشت کې د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر کې په هندي پوځ د حملې ذمه واري منلې وه. په حمله کې ۴٠ هندي عسکر ووژل شو او په نتیجه کې یې د پاکستان او هندوستان ترمنځ د جنگ تر حده تاوتریخوالی زیات شوی و.

په کشمیر کې د حملې وروسته ملگرو ملتونو د جېش محمد مشر مسعود اظهر د ترهگرو په فهرست کې شامل کړو او د پاکستان حکومت د ډلې یو شمېر سکولونه، طبي مرکزونه او اېمبولېنس موټرې قبضه کړې.

د جېش محمد گڼ شمیر غړي نیول شوي هم دي خو د امنیتي چارو څېړونکي عامر رانا وویلپه دې لړ کې د عدالتونو خفیه نظام د انصاف مخه نیسي. هغه وویل پکار ده چې د داسې قسمه کسانو مقدمې په عامو عدالتونو کې وکړی شي چې عام ولس یې هم کتلی شي.

د پېرس په غونډه کې به د اېف ای ټي اېف د ایشیا پسېفک گروپ رپورټ ته هم کتنه کېږي. ای پي وايي په دغه رپورټ کې وېل شوې چې پاکستان د ځینو ډلو اثاثی نیولې دي خو په هیواد کې د فعالو ډلو مالي وسایلو گردش ته په کتنه نیول شوي اثاثې ډیر معمولې ښکاري. د هیواد د سرحدونو نه د پېسو د غیرقانوني تگ راتگ په سر هم په رپورټ کې په پاکستان تنقید شوی دی.

د ترهگرو د مالي سرچینو او د پېسو د غیرقانوني انتقال په ضدد ایشیا پېسېفک گروپ د پاکستان د بېنکونو او د پېسو د بدلولو یا مني چینجرز ځینو کمپنو ستاینه کړې ده.

په مجموعي توگه رپورټ وايي د پاکستان نظام په دې کې ناکامه شوي چې هغه کسان څرگند کړي چې د ترهگرو مالي امداد کوي او یا د دغه مالي امداد مخنیوی وکړي.

ای پي وايي کتنه به اوس دا وي چې ایا پاکستان هم د ایران او شمالي کوریا سره په صف کې شاملېږي او که نا؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG