د پاکستان د پنجاب صوبې پوليسو ويلي، د ډاکوګانو په بريد او نښته کې د يو پوليس افسر (اېس اېچ او) په ګډون څلور پوليس اهلکار وژل شوي دي، پوليسو د څلورو ډاکوګانو د وژلو دعوه هم کړې ده.
د پنجاب پوليسو په وينا، د رحیم يار خان پوليسو د کچه ماچکه په علاقه کې د ډاکوګانو لخوا د خلکو تښتولو واردات ناکامه کړي دي.
پوليسو ويلي، د ډاکوګانو سره نښته کې څلور خطرناک ډاکوان وژل شوي دي.
خو په دغه وخت کې د ماچکه په (اېس اېچ او) محمد رمضان د زړه دوره راغلې او ژوند یې د لاسه ورکړی دی. ويل شوي ډاکوګانو سره نښته کې یو پوليس اهلکار ژوبل شوی هم دی.
ويل شوي، بله پېښه کې د بهونګ کچه په علاقه کې ډاکوګانو د شپې په وخت پوليس پوسته بريد کړی، درې اهلکار یې وژلي دي.
ويل شوي، د څلورو وژل شوو ډاکوانو وژلو په بدل کې ډاکوګانو په پوليس پوسته دغه بريد کړی دی.
يادې دواړه پېښې پرون په 31مه جولايۍ او د بيا د شپې په وخت شوي دي.
د پنجاب پوليسو مشر (آی جي) عثمان انور ويلي، ډاکوګان به منطقي انجام ته رسولی شي.
ځايي خلک وايي، د پنجاب او سيند صوبې په پوله پرتو علاقو رحیم يار خان، راجن پور او د سيند صوبې په ګوټکي ضلعو کې ډاکوګان اوس هم فعاله دي او خلک د تاوان دپاره تښتوي.
د سيند او پنجاب صوبې په پوله پرتو علاقو کې وخت په وخت پوليس د ډاکوګانو پرضد عملياتو او د ډاکوانو د وژنو دعوې کوي، خو د ډاکوګانو لخوا د خلکو د تاوان دپاره تښتونو پېښې هم دوام لري.
د سيند صوبې کشمور، شکار پور او جيکب اباد سره خواوشا علاقې تر د پنجاب د راجن پور او رحیم یار خان سيمې او بلوچستان سره لګېدلې پولې پورې، د کچې په علاقه کې راځي.
په دغو علاقو کې وخت په وخت د کچې د ډاکوګانو يا غلو لخوا د خلکو د تاوان دپاره تښتونو، په هغوی د تشدد د ويډيوګانو په ټولنيزو خپرېدو او پوليس عملياتو خبرونه مخې ته راځي.
د فرورۍ په میاشت کې د سيند صوبې وزيراعلا مراد علي شاه د کچې په علاقه کې د ډاکوګانو پرضد د عملياتو کولو ويلي وو.
د مې د مياشتې په لومړۍ نېټه په کراچۍ کې صدر اصف علي زرداري ته په صوبه کې د امنيت او کچه علاقه کې د عملياتو په اړه احوال وړاندې کړل شوی او صدر لارښوونه کړې وه، چې د کچې په علاقه کې دې عمليات په پوره قوت سره جاري وساتل شي.
Forum